پېښور 22 ستمبر (اے پي پي) د پي سي بي ډائريکټر جنرل سعيد احمد شېخ وئيلي دي د پېښور پي بي سي ته په 14م اګست كال 1947 كښې پښتو او په اردو ژبه د پاكستان د آزادۍ اعلان خپرونو ځانګړے اعزاز ترلاسه دے۔ د پي سي بي ډائرېكټر جنرل دا خبره د نهې په ورځ د پاکستان براډکاسټنګ کارپوريشن (پي بي سي) پېښور د رغولې شوې نوې ودانۍ …
د پېښور پي بي سي ته په 14م اګست كال 1947 كښې پښتو او په اردو ژبه د پاكستان د آزادۍ اعلان خپرونو ځانګړے درناوے ترلاسه دے۔ د پي سي بي ډائرېكټر جنرل سعيد احمد شېخ

مزید خبریں
پېښور 22 ستمبر (اے پي پي) د پي سي بي ډائريکټر جنرل سعيد احمد شېخ وئيلي دي د پېښور پي بي سي ته په 14م اګست كال 1947 كښې پښتو او په اردو ژبه د پاكستان د آزادۍ اعلان خپرونو ځانګړے اعزاز ترلاسه دے۔ د پي سي بي ډائرېكټر جنرل دا خبره د نهې په ورځ د پاکستان براډکاسټنګ کارپوريشن (پي بي سي) پېښور د رغولې شوې نوې ودانۍ پرانسته دستورې ته د بريفنګ په مهال وكړه۔ ده ووئيل د بحالۍ منصوبه د لس كروړه روپو په لګښت په رېكارډ 5 مياشتو او 26 ورځو كښې بشپړه شوې ده۔ ده ووئيل د مئي لسمې نيټې كال 2023 د افسوس وړ ېپښې نه وروستو د پېښور خپرونې په 26 ساعتو كښې بحال كړې شوې وې۔ ده ووئيل د پېښور پي بي سي ته په 14م اګست كال 1947 كښې پښتو او په اردو ژبو كښې د پاكستان د آزادۍ اعلان خپرونو ځانګړے اعزاز ترلاسه دے٬ د دې تاريخي ودانۍ پرانسته په كال 1985ء كښې شوې وه۔ د پېښور راډيو سټېشن په كال 1935 كښې د برتانيه سامراج په مهال جوړ كړے شوے ٶ او ورته پي سي بي لاهور سره په ګډه د قامي خپرونو ادارې څخه د پاكستان د آزادۍ اعلان خپرولو ځانګړې اعزاز ترلاسه دے








