د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء اللہ تارړ د ريډيو پاکستان پېښور د بحال شوې جديد تر ودانۍ پرانسته وكړه، خېبر پښتونخوا د زړه ور اولس خاوره ده٬ د 9 مئي د افسوس وړ پېښو د پي ټي آئي “ناپاك عزائم” بې نقابه كړي، عطاء اللہ تارړ

  پېښور 22 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء اللہ تارړ د نهې په ورځ د ريډيو پاکستان پېښور د بحال شوې جديد تر ودانۍ پرانسته وكړه٬ د مئي په 10مه نيټه كال 2023 كښې د پي ټي آئي تشدد لرونكې ډلې لخوا ودانۍ ته د اور لګولو نه پس د بحالۍ دا منصوبه د لس كروړه روپو په لګښت په رېكارډ 5 مياشتو او …

 

پېښور 22 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء اللہ تارړ د نهې په ورځ د ريډيو پاکستان پېښور د بحال شوې جديد تر ودانۍ پرانسته وكړه٬ د مئي په 10مه نيټه كال 2023 كښې د پي ټي آئي تشدد لرونكې ډلې لخوا ودانۍ ته د اور لګولو نه پس د بحالۍ دا منصوبه د لس كروړه روپو په لګښت په رېكارډ 5 مياشتو او 26 ورځو موده بشپړه شوې۔ وفاقي وزير د پاکستان براډکاسټنګ کارپوريشن (پي بي سي) پېښور د جديد تر، بيا رغولې شوې نوې ودانۍ د تختۍ مخ كتنې سره په رسمي توګه پرانسته وكړه٬ په دې موقع د خېبر پښتونخوا پخوانے ګورنر اقبال ظفر جھګړا، د خېبر پښتونخوا اطلاعات چارو لپاره د وزيراعظم کوآرډينيټر اختيار ولي خان، د صوبائي اسبملۍ غړے ملك طارق اعوان سره سره د پاکستان مسلم ليګ (ن)  نور سينئر مشران هم موجود وٶ۔ دستورې ته خپلې وېنا كښې وفاقي وزير عطاء اللہ تارړ ووئيل خېبر پښتونخوا د مېړنو خاوره ده٬ ده ووئيل  د كوهاټ په چاٶدنه كښې يو ژوبل شوي ما ته ووئيل  زه د ترهګرو مقابلې له چمتو يم٬ په چاٶدنه كښې د شهيد  فهيم اللہ پلار هم د خپل زوي په شهادت د اطمينان څرګندونې كولو سره ووئيل زما زوي پاكستان لپاره خپل ځان قربان كړے  ده دا د ستائنې وړ جذبه وګرځوله۔ وفاقي وزير ووئيل په خېبر پښتونخوا كښې د پي ټي آئي د 13 كالو او 6 مياشتو د حكومت باوجود روغتون او نه سكول د مطلوبه پېمانې له مخئ جوړ كړې شوي او صوبه پسمانده ساتلې شوې ده۔ ده ووئيل  مسلم ليګ (ن) په ترقۍ او خوشحالۍ باوري لري۔ ده د دانش سکولونو د نېټ ورك حواله وركړه۔ ده ووئيل پي ټي آئي په ورانكارۍ او تباهۍ باور لري۔ ده ووئيل د پېښور په راډيو پاکستان دې ناوزړه مقصد لپاره بريد شوے ٶ  دغسې چې د صوبې اولس د باور وړ معلومات او تر معياري تفريح رسنې څخه محروم كړے شي۔ ده ووئيل  د 9 مئي د افسوس وړ پېښو د پي ټي آئي”ناپاك عزائم” بې نقابه كړې دي۔ وفاقي وزير ووئيل د پاکستان اولس د ھغه عناصرو نه خبر دے چا چې د پېښور راډيو ته اور لګولے، د کارګل جنګ اتل کيپټن کرنل شير خان شهيد مجسمې ته ئې زيان رسولے او په لاهور كښې په جناح هاؤس  كښې ئې ورانے كړے۔ ده ووئيل  د کيپټن کرنل شير خان د مجسمې بې حرمتي د غندنې وړ ده، د شهيد د مړانې اعتراف د دښمن پوځ هم كړے۔ وفاقي وزير عطاء اللہ تارړ ووئيل د پي ټي آئي حکومت د ترهګرۍ مقابله كولو لپاره د اېن اېف سي له مخې د اربونو روپو فنډز ترلاسه كولو باوجود په پېښور كښې د کاؤنټر ټيررازم ډيپارټمنټ (سي ټي ډي) او د پوليس مضبوطولو او د فرانزك ليبارټرۍ په جوړولو كښې پاتې راغلے دے۔ ده د ترهګرۍ مخنيوي لپاره د صوبائي حکومت په طرز عمل هم  پوښتنه رامخې ته كړه او وې وئيل  د پي ټي آئي قيادت د کالعدم تحريك طالبان پاکستان (ټي ټي پي) مقابلې کولو له  ګامونه نشي اغستې  څوك چې زمونږ په امنيتي ځواكونو او عامو وګړو بريدونو كښې ككړ  دي۔ ده ووئيل وفاقي حکومت به تر ھغه وخت خپلې هڅې  روانې ساتي تر څو چې صوبې څخه د آخري ترهګر خاتمه ونه كړې شي۔ وفاقي وزير عطاء الله تارړ اعلان وكړو چې د چاغي د غر يادګار د رايډيو پاکستان په ودانۍ كښې د 9 مئي په بريد كښې سوځولے شوے ٶ دا به بيا جوړولې شي۔ عطاء اللہ تارړ ووئيل  مسلم ليګ (ن) پاکستان په اتومي طاقت جوړولو كښې خپل كردار لوبولے او د موټروے نيټ ورك خپرونو نه علاوه د کوهاټ ټنل هم جوړ كړے شوے۔ ده ووئيل  د پي ټي آئي قيادت د هېواد پرمختګ او د اولس خېرښګړې په ځائے خپل سياست د بندي راخوشې  پلو ګرځولے دے ۔ عطاء اللہ تارړ  ووئيل  د خېبر پښتونخوا ډاکټرز د صحت د ښو سهولتونو له امله وظيفائي پرېكټس لپاره پنجاب ته منتقل كېږي ځكه چې په خېبر پښتونخوا كښې د صحت نظام د مختلف چيلنجز ښكار دے ۔ ده ووئيل پي ټي آئي د  چغو يا د سوشل ميډيا پروپيګنډې د لارې اولس ګراه كولې نشي۔ ده ووئيل  د پي ټي آئي باني  په اړه د مقدمو پرېكړه به يوازې هم عدالتونه كوي۔ عطاء اللہ تارړ ووئيل د پي ټي آئي د مجوزہ احتجاج په مهال به تشدد كونكو ډلو ته په اسلام آباد كښې د امن و امان خرابولو اجازه ورنه كړې شي۔ ده ووئيل   په خېبر پښتونخوا كښې غېر قانوني کان کني او د لرګو ټهېكه وركولو كښې د ككړو كسانو به احتساب كولې شي۔ په دې موقع د وزيراعظم كوآرډينېټر اختيار ولي خان او د پي سي بي ډائرېكټر سعيد احمد شيخ هم وېنا وكړه۔ د دې نه وراندې وفاقي وزيرعطاء الله تارړ د بيا رغولې شوې رايډيو پاکستان د ودانۍ د بېلو څانګو پشمول د ميوزيم دوره وكړه او د بحالۍ د كار د معيار ئې ستائنه وكړه

مزید خبریں