كوئټه۔ 212 ستمبر (اے پي پي) د بلوچستان د منصوبه بندۍ او ترقۍ صوبائي وزير مير ظهور بلېدي وئېلي دي د كيچ د اولس زړه غوښتنه د مند روډ منصوبې په توګه تر سره كېږي او په دې مهمه منصوبه معياري كار روان دے ۔ مير ظهور احمد بلېدي يو بيان كښې ووئېل د تربت مند روډ په سوئېلې بلوچستان كښې د رابطه كارۍ او د بنيادي ډهانچې مهمه …
په تربت مند روډ منصوبه معياري كار روان دے٬ په پرمختيائې كارونو كښې به د معيار په اړه كومه بې غوري ونه زغملي شي ٬ مير ظهور بليدي

مزید خبریں
كوئټه۔ 212 ستمبر (اے پي پي) د بلوچستان د منصوبه بندۍ او ترقۍ صوبائي وزير مير ظهور بلېدي وئېلي دي د كيچ د اولس زړه غوښتنه د مند روډ منصوبې په توګه تر سره كېږي او په دې مهمه منصوبه معياري كار روان دے ۔ مير ظهور احمد بلېدي يو بيان كښې ووئېل د تربت مند روډ په سوئېلې بلوچستان كښې د رابطه كارۍ او د بنيادي ډهانچې مهمه منصوبه ده۔ د بلوجستان حكومت په ګرده صوبه كښې د معياري روډ انفراسڼركچر د لارې د رابطو ښه كولو او د پرمختيائې عمل ګړندي كولو لپاره لوظي دے۔ ده ووئېل د بلوچستان وزيراعلې مير سرفراز بګټي په مشرۍ كښې د روانو پرمختيائې كارونو په معيار كښې كومه بې غوري نه كېږي او د سوئېلې بلوچستان اولس ته ښه انفراسټركچر وركولو ته حكومت پام لرنه كوي ۔ مير ظهور بلېدې ووئېل د منصوبې تر سېره كېدو سره به د كيچ او سوئبلې بلوچستان اولس تګ راتګ او رابطه كارۍ له ښه والي راتللو ته وده تر لاسه شي۔







