اسلام آباد۔22مئی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شريف به 23 څخه تر 26 مئي د چين سركاري دوره كوي۔ د خارجه دفتر وياند طاهر حسېن اندرابي د جمعې په ورځ دلته پرېس بريفنګ كښې وويل چې د وزيراعظم د چين دا دوره زياته مهمه ده ولې چې دواړه هېوادونه د خپل منځه سفارتي اړيكو 75 مه سالګره لمانځي۔ وياند ووئيل چې وزيراعظم شهباز شريف به د خپلې دورې په مهال …
وزیراعظم شهباز شريف به 23 څخه تر 26 مئی د چين سركاري دوره كوي : د خارجه دفتر وياند

مزید خبریں
اسلام آباد۔22مئی(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شريف به 23 څخه تر 26 مئي د چين سركاري دوره كوي۔ د خارجه دفتر وياند طاهر حسېن اندرابي د جمعې په ورځ دلته پرېس بريفنګ كښې وويل چې د وزيراعظم د چين دا دوره زياته مهمه ده ولې چې دواړه هېوادونه د خپل منځه سفارتي اړيكو 75 مه سالګره لمانځي۔ وياند ووئيل چې وزيراعظم شهباز شريف به د خپلې دورې په مهال د صدر شي جن پنګ او وزيراعظم لي كيانګ په شمول نورو چينائي لارښودو سره ملاقاتونه كوي۔ هيله ده چې دې دورې سره به سياسي باور، سټرېټجک کوآرډینېشن او سياسي همكارۍ ته وده وركولو سره سره دوه اړخيزه پخوانۍ ملګرتيا لا پياوړې كولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ وزیراعظم د عوامي جمهوريه چين حكومت په بلنه دا دوره كوي۔ د وزيراعظم د چين دا دوره زياته مهمه ده ولې چې دواړه هېوادونه د خپل منځه سفارتي اړيكو 75 مه سالګره لمانځي۔ وزیراعظم به د خپلې دورې پېل د چين ښار هانګزو څخه كوي ، چرته به چې هغه د آئی ټی، ټېلی کمیونیکېشن، توان ذخیرہ كولو او كركيلې سره د اړوند پاكستان ۔چین بزنس ټو بزنس سرمایه کاری کنفرنس مشري كوي۔ ده ووئيل دواړه ډلې به د دوه اړخيزه اړيكو او سياسي ، اقتصادی او ستراتيجيكي څانګو كښې د مرستې جاج اخلي۔ د خارجه دفتر وياند ووئيل وزيراعظم به بېجنګ كښې د پاكستان او چين ترمينځه د سفارتي اړيكو 75 سالګرې په ياد كښې د چائنیز پیپلز اېسوسی اېشن لخوا تابيا كېدونكې استقباليه كښې ګډون كوي۔










