اسلام آباد۔21مئی(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئېلي دي پاك چين دوستي د شريك باور٬اخلاص٬مرستې او احترام بې مثله علامت دے۔پاكستان چين سفارتي اړيكو 75 كلونه بشپړېدل د دواړو هېوادونو تاريخي او مثالي اړيكو عظيم سنګ ميل دے۔د زيارت په ورځ پاك چين ملګرتيا 75مې سالګرې په موقع خپل پېغام كښې ده د پاك چين سفارتي اړيكو 75مه سالګره د دواړو هېوادونو مشرانو او اولس …
پاك چين دوستي د شريك باور٬اخلاص٬مرستې او احترام بې مثله علامت دے۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق

مزید خبریں
اسلام آباد۔21مئی(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئېلي دي پاك چين دوستي د شريك باور٬اخلاص٬مرستې او احترام بې مثله علامت دے۔پاكستان چين سفارتي اړيكو 75 كلونه بشپړېدل د دواړو هېوادونو تاريخي او مثالي اړيكو عظيم سنګ ميل دے۔د زيارت په ورځ پاك چين ملګرتيا 75مې سالګرې په موقع خپل پېغام كښې ده د پاك چين سفارتي اړيكو 75مه سالګره د دواړو هېوادونو مشرانو او اولس ته مباركي وركړه او د چين صدر شي جن پنګ٬اين پي سي چيئرمېن ژاؤ لي جي٬ د اين پي سي او چين اولس لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ده ووئيل د پاك چين سدابهار ملګرتيا په سټرټيجك شراكتدارۍ اډانه د نړۍ لپاره مثال دے۔پاكستان چين سره د هر آزمېښت په وخت كښې په دوستۍ وياړ لري٬ ده ووئېل چين په هر سخت وخت كښې د پاكستان د باور وړ دوست او محفوظ اسټريټجك شراكتدار پاتې شوے ۔پاكستان او چين تل په نړيواله او سيمه ايز پليټ فارم د يو بل د دريځ تائيد كړے دے ۔ پاكستان او چين سيمه ايز امن٬پرمختګ او شريك احترام زياتوولل لپاره تل د يو بل د دريځ مرستياله پاتې شوي دي ۔ ده ووئېل د پاكستان او چين ترمينځه د ورورولۍ اړيكې د راتلونكو نسلونو لپاره به هم د امن٬خوشحالۍ او پرمختګ روښانه باب وګرځي










