اسلام آباد۔21مئی (اے پي پي ) د پاکستان کینیا د شرېكې کمیټۍ غونډه تېره ورځ اسلام آباد كښې وشوه ۔ غونډه كښې د پاکستان او کینیا تر مينځه د دوه اړخيزه مرستې او تجارت تر پينځو كالو يو په دوه كولو ته اتفاق وكړے شو ۔ د پاکستان۔کینیا تجارتي کمیټۍ د دويمې غونډې مشري د تجارت سیکرټري جواد پال او د کینیا پرنسپل سیکرټري ریجینا اومبام وكړه ۔ دواړو هېوادونو …
د پاکستان کینیا د شرېكې كمېټۍ غونډه ، تر مارکیټ رسنې ، د برآمدات په وده ، سرمایه کارۍ كښې په مرسته زياتولو اتفاق
اسلام آباد۔21مئی (اے پي پي ) د پاکستان کینیا د شرېكې کمیټۍ غونډه تېره ورځ اسلام آباد كښې وشوه ۔ غونډه كښې د پاکستان او کینیا تر مينځه د دوه اړخيزه مرستې او تجارت تر پينځو كالو يو په دوه كولو ته اتفاق وكړے شو ۔ د پاکستان۔کینیا تجارتي کمیټۍ د دويمې غونډې مشري د تجارت سیکرټري جواد پال او د کینیا پرنسپل سیکرټري ریجینا اومبام وكړه ۔ دواړو هېوادونو د تجارتي مرستې لا مضبوطولو عزم څرګند كړو او تر مارکیټ رسنې، د برآمدات ودې او سرمایه کارۍ كښې د مرستې زياتولو ته يې اتفاق وكړو ۔ غونډې تر سره كړه چې کسټمز، بینکاري ، داروګان او د تجارتي شخړو هواري لپاره مرسته به لا زياتولې شي ، د آئي ټي ، سېلګرۍ ، صنعت، پلانټ پروټیکشن او د قرنطینه په څانګو كښې شراکت داري به لا زياتوالې شي ۔ غونډه كښې د پاکستان او کینیا د اقتصادي اړيكو تر نوو بامونو رسولو له د عزم پخلے وكړے شو ۔










