د وفاقي پوهنتونونو او د  صوبائي تعليمي ادارو ترمينځه د روابط قوي كولو ضرورت دے ۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق

  اسلام آباد۔21مئی(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئېلي دي  وفاقي پوهنتونونو او د صوبائي تعليمي ادارو ترمينځه د روابط قوي كولو ضرورت دے٬زده كوونكي او ځوانان رضا كار دې قامي پرمختګ كښې فعاله كردار ادا كړي۔د زيارت په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې د "هم هيں پاكستان"ايس ډي جيز يوتھ كمپائن پرانستې دستورې ته خطاب كولو په مهال ده ووئيل  ايس ډي جيز سېكرټرېټ وفاقي او …

 

اسلام آباد۔21مئی(اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئېلي دي  وفاقي پوهنتونونو او د صوبائي تعليمي ادارو ترمينځه د روابط قوي كولو ضرورت دے٬زده كوونكي او ځوانان رضا كار دې قامي پرمختګ كښې فعاله كردار ادا كړي۔د زيارت په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې د “هم هيں پاكستان”ايس ډي جيز يوتھ كمپائن پرانستې دستورې ته خطاب كولو په مهال ده ووئيل  ايس ډي جيز سېكرټرېټ وفاقي او د صوبائي قانون سازو ادارو كښې همغږۍ لپاره جوړ كړے شوے ۔قامي اسمبلي  صوبائي اسمبلو ته د پارليماني كاكسز جوړولو لپاره تربيه وركړی۔ټولو صوبائي اسمبلو كښې پارليماني كاكسز فعاله كردار ادا كوي۔ ده ووئبل  په كال 2024 كښې سپيكرز كنفرنس د صوبائي اسمبلو ترمينځه مرستې له وده وركړی۔د قامي اسمبلۍ غړې شائسته پروېز ملك ووئېل “هم هيں پاكستان”مقصد د زده كوونكو په قامي پرمختګ كښې شراكتدار جوړول دي۔د ځوانانو قيادت او خبرتيا نه غېر پائيدار پرمختګ ممكن نه دے ۔”هم هيں پاكستان”كمپائن په ځوانانو كښې قائدانه صلاحيتونو ته به وده وركړي۔د اطلاعات او خپرونو وزارت پارليماني سېكرټري بيرسټر دانيال چوهدري ووئيل “هم هيں پاكستان”كمپائن كښې د سركاري سكولونو پرسنپلز ګډون خوشبينه دے۔پرنسپلز ته د تعليمي او سماجي حقائق نيغ په نيغه ادراك كيږي۔په دستوره كښې د قامي اسمبلۍ غړو سيد علي قاسم ګيلاني٬ډاكټر شازيه صوبينه اسلم سومرو٬ميجر(ر)طاهر اقبال٬سيد حفيظ الدين٬شير علي ارباب او مهتاب اكبر راشدي ګډون كولو۔

مزید خبریں