اسلام آباد 21 مئي (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير مصطفيٰ کمال په جنيوا كښې د ورلډ هيلتھ کنفرنس په موقع د ايران خپل همڅنګ محمد رضا ظفرقندي سره وليدل٬ په دې موقع ده په ايران كښې د اوسنيو پېښو په مهال د ماشومانو او نورو وګړو په شهادت د غم دړد او افسوس څرګندونې كولو سره غمرازي ښكاره كړه۔ ده ووئيل پاکستان په دې سخت وخت كښې …
وفاقي وزير مصطفيٰ کمال په جنيوا كښې د ايران خپل همڅنګ سره وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد 21 مئي (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير مصطفيٰ کمال په جنيوا كښې د ورلډ هيلتھ کنفرنس په موقع د ايران خپل همڅنګ محمد رضا ظفرقندي سره وليدل٬ په دې موقع ده په ايران كښې د اوسنيو پېښو په مهال د ماشومانو او نورو وګړو په شهادت د غم دړد او افسوس څرګندونې كولو سره غمرازي ښكاره كړه۔ ده ووئيل پاکستان په دې سخت وخت كښې ايران سره ولاړ دے٬ پاکستان په تاٶ تريخوالي كښې كمي او د مسئلو سولئيز حل لپاره ټولو ډلو سره په رابطه كښې دے، ده ووئېل پاکستان جنګ بندۍ او په منطقه كښې تل پاتي امن لپاره سنجيده هڅې كوي٬ په ملاقات كښې په جنيوا كښې د ايران سفير هم موجود ٶ۔










