وزيراعظم محمد شهباز شريف د چين صدر شي جن پنګ، وزيراعظم لي چيانګ او د چين اولس له د سفارتي اړيكو په 75مه سالګري د زړه د خلاصه مباركي وركړه

  اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د چين صدر شي جن پنګ، وزيراعظم لي چيانګ او د چين اولس له د سفارتي اړيكو په 75مه سالګري د زړه د خلاصه مباركي وركولو سره د چين بنيادي قامي مفاداتو لپاره د پاکستان د بشپړه ملاتړ پخلے كړے دے او د پاکستان خپلواكۍ او سيمه ايز سالميت لپاره ېې د چين د پرله پسې مرستې ستائنه …

 

اسلام آباد 20 مئي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د چين صدر شي جن پنګ، وزيراعظم لي چيانګ او د چين اولس له د سفارتي اړيكو په 75مه سالګري د زړه د خلاصه مباركي وركولو سره د چين بنيادي قامي مفاداتو لپاره د پاکستان د بشپړه ملاتړ پخلے كړے دے او د پاکستان خپلواكۍ او سيمه ايز سالميت لپاره ېې د چين د پرله پسې مرستې ستائنه كړې ده۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د چين د اعليٰ كچ پلاوي د قامي نېشنل پيپلز كانګريس (اېن پي سي) د سټېنډنګ كمېټۍ نائب چيئرمن تسائي دافنګ په مشرۍ كښې  ملاقات كړې۔ پلاوې د پاکستان او چين ترمېنځه د سفارتي اړيكو 75مې سالګرې په دستورو كښې ګډون لپاره د پاکستان دوره دے۔ په دې موقع سپيکر سردار اياز صادق، نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار، وفاقي وزيران احسن اقبال، عطا الله تارړ، د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي او خارجه سيکرټري آمنه بلوچ هم موجود ده۔ د چين د پلاوي پاکستان ته په راتګ هركلي كولو سره وزيراعظم د پاکستان او چين ترمېنځه تاريخي او په ستراتېژك مرسته اډانه د شراكتدارۍ ستائنه وكړه۔ ده ووئيل چې د تېرول 75 كالو په مهال پاکستان او چين شريك باور او دوه اړخيزه او د سيمه ايز اهميت وړ په چارو د ستراتېژك همغږۍ په بنياد د دوستۍ يوه ځانګړې رشته جوړه كړې ده۔ وزيراعظم صدر شي جن پنګ، وزيراعظم لي چيانګ او د چين اولس له د سفارتي اړيكو په 75مه سالګري مبارے وركړه او د چين بنيادي قامي مفاداتو لپاره د پاکستان د بشپړه ملاتړ پخلے كړے دے او د پاکستان خپلواكۍ او سيمه ايز سالميت لپاره ېې د چين د پرله پسې مرستې ستائنه وكړه۔ وزيراعظم سي پېك د پاکستان سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره يو ګيم چينجر ګرځولو سره د دې د بل پړاٶ كاميابۍ لپاره د پاكستان د پوخ عزم پخلې وكړو چې پكښې زراعت، آئي ټي، صنعت او د معدنيات څانګو ته خاص پاملرنه شوې۔ ده ووئيل زه د چين خپلې راروانې دورې ته منتظر يم ۔ د سيمه ايز صورتحال په تناظر كښې وزيراعظم سوېيلي آسياء او په مېنځني ختيز كښې د امن و استحکام ودې لپاره د چين د ګټور كردار ستائنه وكړه او سيمه ايزې همغږۍ او ګڼ اړخيزه مرستې لپاره ئې د پاكستان د عزم پخلې وكړو۔ نائب چيئرمين تسائي دافنګ د وزيراعظم د تود هركلي او كوربتوب مننه وكړو او د دواړو هېوادونو د سفارتي اړيكو د 75مه سالګرې د مباركۍ ئې تبادله وكړه۔ ده ووئيل د چين قيادت د پاکستان چين اړيكې د لا قوي كولو عزم لري۔ ده ووئيل چې چين به د پاکستان ملاتړ جاري ساتي او د چين پاکستان د مشترکه سباٶن وړ ورورولۍ تعمير لپاره به پاکستان سره نزدې مرسته جاري ساتي۔ تسائي دافنګ ووئيل چين د سيمه ايز امن په هڅو كښې د پاکستان د کردار بشپړه ملاتړ كوي او نړيوال امن او د استحکام ودې لپاره به خپل كردار لوبوي۔ دواړٶ ډلو په دې خبره زور راوړو چې د پاکستان او چين ترمېنځه آئرن رورولي په منطقه كښې د امن٬ ترقۍ او استحكام يوه اهمه ستن ده۔(

مزید خبریں