اسلام آباد۔20مئی (اے پي پي ) د اطلاعات او خپرونو لپاره وفاقي پارلیماني سېكرټري بیرسټر دانیال چوهدري د بحریه یونیورسټي اسلام آباد طلبه لپاره 20 انټرن شپس اعلان کړې دي ۔ دا اعلان ده یونیورسټي كښې د میډیا فیسټ سپرنګ 2026 پرانستې دستورې ته د مشر مېلمه په حېث خطاب وكړو۔ بیرسټر دانیال چوهدري ووئېل میډیا کومه عامه پیشه نه ده بلکې د قام امانت دے۔ ده ووئېل كوم …
وفاقي پارلیماني سیکرټري بیرسټر دانیال چوهدري د بحریه یونیورسټي لپاره 20 انټرن شپ اعلان كړل

مزید خبریں
اسلام آباد۔20مئی (اے پي پي ) د اطلاعات او خپرونو لپاره وفاقي پارلیماني سېكرټري بیرسټر دانیال چوهدري د بحریه یونیورسټي اسلام آباد طلبه لپاره 20 انټرن شپس اعلان کړې دي ۔ دا اعلان ده یونیورسټي كښې د میډیا فیسټ سپرنګ 2026 پرانستې دستورې ته د مشر مېلمه په حېث خطاب وكړو۔ بیرسټر دانیال چوهدري ووئېل میډیا کومه عامه پیشه نه ده بلکې د قام امانت دے۔ ده ووئېل كوم قام چې رښتيا خپله وسله وګرځوي تاریخ هم هغه ليكي ۔ ده ووئېل په اوسني دور كښې بې بنسټه اطلاعات او د ناوړه بیانونو سیلاب راغلے، په داسې حالات كښې ذمه وار او ضمیر لرونكے صحافت د كوم انقلاب نه کم نه دے ، يو رښتيا او دیانتدار خبر د ټول قام د سوچ بدلولو صلاحیت لري ۔ ده په معرکه حق كښې د پاکستان پوځ د کردار ستائنې كولو سره ووئېل سوشل میډیا او ټي وي چینلز هم په ذمه وار انداز قامي بیانیه مضبوطه كړې د كومې نه چې واضحه ده چې د پاکستان میډیا په مثبت انداز خپل کردار ادا کوي ۔ ده ووئېل پاکستان ټیلې وژن د طلبه لپاره مختلف انټرن شپ پروګرامز چلوي او حکومت کوشش كوي او چې د دې پروګرامز شمېره 20 كړې شي ٬ دغسې چې ځوانانو ته زياتې موقعې وركړې شي۔








