اسلام آباد۔29اپریل (اے پي پي) وزیراعظم شهباز شریف پاکستان ریلویز كښې اولس ته سهولیات او په حفاظت سره د مزل باوري كولو سره سره ریلوے كښې د فرېټ سروس لا مؤثره جوړولو په اهمیت زور راوړے دے ۔د وزیراعظم آفس میډیا ونګ نه جاري بیان تر مخه وزیراعظم شهباز شریف سره د رېلوے وفاقي وزیر حنیف عباسي د شورو په ورځ ملاقات وكړو ۔ حنیف عباسي وزیراعظم ته د ریلویز …
وزيراعظم سره د رېلوے وفاقي وزير حنيف عباسي ملاقات ٬ د رېلوے په چارو او په پرمختيائي منصوبو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد۔29اپریل (اے پي پي) وزیراعظم شهباز شریف پاکستان ریلویز كښې اولس ته سهولیات او په حفاظت سره د مزل باوري كولو سره سره ریلوے كښې د فرېټ سروس لا مؤثره جوړولو په اهمیت زور راوړے دے ۔د وزیراعظم آفس میډیا ونګ نه جاري بیان تر مخه وزیراعظم شهباز شریف سره د رېلوے وفاقي وزیر حنیف عباسي د شورو په ورځ ملاقات وكړو ۔ حنیف عباسي وزیراعظم ته د ریلویز اړوندو چارو او د روانو پرمختيائې منصوبو په اړه بریفنګ وركړو ۔ وزیراعظم په پاکستان ریلویز كښې د اولسي اسانيو او په حفاظت سره مزل باوري كولو بشمول د فریټ سروسز لا مؤثره كولو په اهمیت زور راوړو ۔دغسې وزیراعظم د ریلویز د اړخه د مسافرو سهولیات لپاره په پورته كړو ګامونو د اطمینان څرګندونه وكړه ۔ ملاقات كښې د شرېكې خوښې په نورو چارو هم د خیالاتو څرګندونه وشوه ۔










