اسلام آباد28اپرېل (اے پي پي) د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي د فتح-II ميزائل په کاميابه تجربه قام له مباركي وركولو سره وئيلي دي قامي سلامتيا لپاره د جديد ټيکنالوجۍ وده د وخت مهم ضرورت دے، د فتح-II کاميابي د پاکستان د روښانه، مضبوط او خوندي سباٶن ضمانت دے۔ د نهې په ورځ خپل بيان كښې وفاقي وزير ووئيل ځائي ټيکنالوجۍ څخه جوړ كړے شوے ميزائل سسټم د قامي …
وفاقي وزير محمد حنيف عباسي د فتح-II ميزائل په کاميابه تجربه قام ته مباركي وركړه

مزید خبریں
اسلام آباد28اپرېل (اے پي پي) د ريلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي د فتح-II ميزائل په کاميابه تجربه قام له مباركي وركولو سره وئيلي دي قامي سلامتيا لپاره د جديد ټيکنالوجۍ وده د وخت مهم ضرورت دے، د فتح-II کاميابي د پاکستان د روښانه، مضبوط او خوندي سباٶن ضمانت دے۔ د نهې په ورځ خپل بيان كښې وفاقي وزير ووئيل ځائي ټيکنالوجۍ څخه جوړ كړے شوے ميزائل سسټم د قامي خود کفالت په پلو يو مهم ګام دے٬ د پاکستان آرمي ستراتېژك فورسز کمانډ وظيفائي پوهې ته پېرزوئنې وړاندې كوو۔ ده ووئيل د پاك پوځ چمتوالے٬ صلاحيت او وظيفائي پوهه د ستائنې وړ ده ۔ محمد حنيف عباسي ووئيل د فتح-II کاميابه تجربه د پاکستان په دفاعي نظام كښې د جديد پېشرفت عكاسي كوي۔










