اسلام آباد 28 اپرېل (اے پي پي)صدر مملكت آصف علي زرداري د چين هونان ولايت دوره بشپړولو نه پس د هائي نان ولايت سانيا ښار ته ورسېد۔د نهې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت سانيا ته په راتګ د كميونسټ پارټۍ آف چائنا هائي نان پارټۍ سېكرټري وانګ جيانګ هركلے وكړو۔په دې موقع د چين په پاكستان كښې سفير جيانګ زيډونګ …
صدر مملكت آصف علي زرداري د چين هونان ولايت دوره بشپړولو نه پس د هائي نان ولايت سانيا ښار ته ورسېد

مزید خبریں
اسلام آباد 28 اپرېل (اے پي پي)صدر مملكت آصف علي زرداري د چين هونان ولايت دوره بشپړولو نه پس د هائي نان ولايت سانيا ښار ته ورسېد۔د نهې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت سانيا ته په راتګ د كميونسټ پارټۍ آف چائنا هائي نان پارټۍ سېكرټري وانګ جيانګ هركلے وكړو۔په دې موقع د چين په پاكستان كښې سفير جيانګ زيډونګ او ګوانګجو كښې د پاكستان قونصل جنرل سردار محمد هم موجود وو۔صدر مملكت آصف علي زرداري وسانيا ته په راتګ د چين اعلٰی كچ روابط د پرله پسې او دوه اړخيزه مرستې د ودې څرګندونه ده۔سانيا د نړيوالې سېلګرۍ مركز او د هائي نان فري ټريډ پورټ پرمختګ كښې مهم كردار لرونكے ښار دے كوم چې د اقتصادي او تجارتي هلو ځلو مهم مركز دے۔صدر مملكت آصف علي زرداري به د چين دورې په مهال د اقتصادي٬تجارتي او سټريټجكي مرستې او د سي پېك په وده صوبائي قيادت سره د خيالاتو څرګندونه كوي۔صدر مملكت به سانيان كښې د پاك بحريه آبدوز “هنګور”كميشننګ دستوره كښې هم ګډون كوي۔










