اسلام آباد۔28اپرېل(اے پی پی) د قامي روغتيا وفاقي وزير مصطفی كمال وئيلي دي حكومت به د اېچ آئي وي خپرېدو مخنيوي٬ سکریننګ او درملنې آسانيو لا ښه كولو له اقدامات روان ساتي٬ اېچ آئي وي دارو درمل نه لرونكے رنځ نه دے ٬ بلكې په وخت درملنې كولو سره يو رنځور نارمل ژوند تېرولې شي٬ پروردګار پاكستان ته ډېر عزت او درناوې وركړے دے او د نن پاكستان دوه مياشتې …
حكومت به د اېچ آئي وي خپرېدو مخنيوي٬ سکریننګ او درملنه لا آسانولو له اقدامات روانه ساتي: وفاقي وزير مصطفی كمال

مزید خبریں
اسلام آباد۔28اپرېل(اے پی پی) د قامي روغتيا وفاقي وزير مصطفی كمال وئيلي دي حكومت به د اېچ آئي وي خپرېدو مخنيوي٬ سکریننګ او درملنې آسانيو لا ښه كولو له اقدامات روان ساتي٬ اېچ آئي وي دارو درمل نه لرونكے رنځ نه دے ٬ بلكې په وخت درملنې كولو سره يو رنځور نارمل ژوند تېرولې شي٬ پروردګار پاكستان ته ډېر عزت او درناوې وركړے دے او د نن پاكستان دوه مياشتې مخكښې پاكستان څخه مختلف دے٬ په دې كاميابۍ وزيراعظم شهباز شريف ٬ فيلډ مارشل عاصم منېر او نائب وزيراعظم اسحاق ډار له مباركي وركولو سره وفاقي وزير مصطفی كمال ووئيل دا ټول د پروردګار د فضل او بيا د دې مشرتابه د خوارۍ او ستړو نتيجه ده٬ تېر كال پاكستان د دښمن مؤثره ځوب كولو سره مهمه كاميابي ترلاسه كړه او په نړيواله كچه يۍ خپل اهميت وښودلو۔ د نهې په ورځ خبري كنفرنس ته خطاب كښې وفاقي وزير ووئيل پاكستان د نړيوال امن په بحالۍ كښې مهم كردار ترسره كړے۔ وفاقی وزیر د اېچ آئی وی/اېډز په اړه حقائق بيانولو كښې ووئيل د 2024-26 پروګرام لاندې پاكستان لپاره 65 ملین امریکائي ډالره بېل كړې شوي په كومو كښې چې يوازې 3.9 ملین ډالر د پاكستان حكومت ته وركړې شوي او 61.1 ملین ډالر دوه ادارو ، یو اېن ډی پي او يوې نجي اېن جي او ته وركړې شوي۔ د شمېرو له مخې په كال 2020 كښې په 49 مرکزونو كښې د 37 زره 944 كسانو سكريننګ وكړے شو په كومو كښې چې 6 زره 910 کېسونه مثبت راغلل۔ په كال 2025 كښې د مركزونو شمېره 97 كړې شوه په كومو كښې چی 3 لکه 74 زره 126 ټېسټونه وكړے شول او 14 زره 182 کېسونه مثبت رامخې ته شول۔ ده ووئيل په هېواد كښې د اېچ آئي وي د رجسټرډ كېسونو مجموعي شمېره 84 زره ده په كومو كښې چې د 61 زره كسانو درملنې روانې دي او د پاتې وګړو درك نه لګي۔ ده ووئيل اېچ آئی وي لاعلاجه رنځ نه دے او په وخت درملنې كولو سره رنځور نارمل ژوند تېرولې شي۔۔ ده ووئيل د پوهانو له مخې په پاكستان كښې د اېچ آئي وي كېسونو شمېره 3 لکه 69 زره ته رسېدې شي۔ بياهم موجوده شرح 0.1 فیصد ده كومه چې د نړيوالې شرحې څخه 0.5 فیصد كمه ده۔ وفاقي وزير د اسلام آباد او تونسه په اړه خپلو خبرو كښې ووئيل په تونسه كښې د روان كال په مهال كوم نوے كېس رپورټ نه شو۔ په اسلام آباد كښې 618 کېسونه رجسټرډ دي په كومو كښې چې 208 ځائي او 408 نورو سيمو څخه رېفر كړے شوي۔ ده د دې عزم پخلے وكړو چې حكومت به د اېچ آئي وي د خپرېدو مخنيوي ٬ سكريننګ زياتولو او د درملنو آسانۍ لا ښه كولو له اقدامات روان ساتي










