اقتصادي پرمختګ لپاره د سرمايه کارۍ ودې وركولو ته حکومت پام لرنه كوي، اېس آئي اېف سي جوړېدو سره هېواد كښې د سرمايه کارو باور زيات شوے ۔ وزيراعظم شهباز شريف

اسلام آباد 28 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي اقتصادي پرمختګ لپاره سرمايه کارۍ ته ودې وركولو ته حکومت وړومبۍ پام لرنه كوي ، د خاص سرمايه كاري سهولت كونسل (اېس آئي اېف سي) جوړېدو سره هېواد كښې د سرمايه کارو باور زيات شوے دے، د حکومت او سرمايه کارو ترمېنځه رابطې دې قوي كړې شي٬ لائسنسنګ او تر نور سروسز د رسنې د ټول نظام …

اسلام آباد 28 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي اقتصادي پرمختګ لپاره سرمايه کارۍ ته ودې وركولو ته حکومت وړومبۍ پام لرنه كوي ، د خاص سرمايه كاري سهولت كونسل (اېس آئي اېف سي) جوړېدو سره هېواد كښې د سرمايه کارو باور زيات شوے دے، د حکومت او سرمايه کارو ترمېنځه رابطې دې قوي كړې شي٬ لائسنسنګ او تر نور سروسز د رسنې د ټول نظام ډيجيټائزيشن دې ګړندے كړے شي۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې په هېواد كښې د سرمايه کارۍ د ودې جاج اسغتو له غونډه وشوه چې پكښې وفاقي وزيرانو اعظم نذير تارړ، احد خان چيمه، شزا فاطمه، وزير مملکت بلال اظهر کياني، دوزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر او اړوندو اعلٰې سركاري چارواكو ګډون وكړو ۔ وزيراعظم امر وكړٶ چې برآمدات زياتولو لپاره دې د هېواد او غېر ملكي سرمايه كارو ته ټول ضروري سهولتونه باوري كړے شي، د سرمايه کارۍ ودې لپاره د ريګوليټري په تعميل عملدرآمد دې لا آسان او كم مصرفه كړے شي٬ د حکومت او سرمايه کارو ترمېنځه رابطې دې قوي كړې شي٬ لائسنسنګ او تر نور سروسز د رسنې نظام ډيجيټائزيشن دې ګړندے كړے شي۔ وزيراعظم ووئيل د خاص سرمايه كاري سهولت كونسل جوړېدو سره هېواد كښې د سرمايه کارو باور زيات شوے دے۔ غونډې ته په هېواد كښې په سرمايه كارۍ كښې د زياتوالي په اړه په حكومتي اقدامات بريفنګ وركړے شو٫ غونډې ته ووئيل شول سږ كال د جولائي نه تر مارچ د هېواد په برآمدات كښې د خاص اقتصادي زونز برخه 3.7 فيصد وه٬ تر كال 2028 د هېواد په برآمدات كښې د خاص اکنامك زونز برخه تر 8 فيصد رسولو هدف ټاكلے شوے ، د صوبو په مشاورت د سرمايه کارۍ ودې لپاره بزنس-ريډي ايکشن پلان جوړوٶ، سرمايه کارو او کاروباريانو لپاره د حکومتي اجازت نامو ترلاسه كول آسانولو لپاره ټول سروسز ډيجيټائز كوٶ كومو لپاره چې پاکستان ريګوليټري رجسټري جوړولې شي، په هېواد كښې دا مهال 21 خاص اقتصادي زونز آپريشنل دي او تر جون كال 2026 به دا شمېره 26 ته ورسي، د آسان کاروبار ايکټ له مخې به د سرخ فيتے خاتمه اوشي او ډيجيټل سروسز وركولو سره به په سرمايه کارۍ كښې لا سهولت وركړے شي