وزيراعظم د پاکستان لخوا د سولې هلو ځلو په قدردانۍ او ملاتړ د نيوزي لېنډ د خپل همڅنګ مننه وكړه

اسلام آباد 28 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف امن لپاره د پاکستان د سولې هلو ځلو لپاره په قدردانۍ او ملاتړ د نيوزي لينډ وزيراعظم مننې كولو سره ووئيل مونږ په مېنځني ختيز كښې د امن ودې او په تاٶ تريخوالي كښې كمې لپاره د پاكستان په جاري هلو ځلو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د نهې په ورځ وزيراعظم محمد شهباز شريف خپل اېكس پوسټ كښې ووئيل …

اسلام آباد 28 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف امن لپاره د پاکستان د سولې هلو ځلو لپاره په قدردانۍ او ملاتړ د نيوزي لينډ وزيراعظم مننې كولو سره ووئيل مونږ په مېنځني ختيز كښې د امن ودې او په تاٶ تريخوالي كښې كمې لپاره د پاكستان په جاري هلو ځلو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د نهې په ورځ وزيراعظم محمد شهباز شريف خپل اېكس پوسټ كښې ووئيل ما سره د نيوزي لېنډ خپل همڅنګ کرسټوفر ليوکسان د ټېلي فون د لارې خبرې شوي په كومو چې زه ډېر خوشحاله شوم۔ وزيراعظم ووئيل زمونږ د ښه او نتيجې وړ خبرو كښې په مېنځني ختيز كښې د امن ودې او په تاٶ تريخوالي كښې كمي لپاره د پاکستان په روانو سفارتي هلو ځلو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ ده د پاكستان لخوا امن لپاره د زړه د كومي د هلو ځلو په قدردانۍ او ملاتړ د نيوزي لينډ د وزيراعظم مننې كولو سره ووئيل د خبرو په مهال مونږ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اړيكو قوي كولو لپاره په بېلا بېلو اړخونو هم خبرې وكړې او په نيوزي لينډ كښې د مېشته پاكستاني كميونټۍ د خدمات هم ستائنه وشوه۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل ما د نيوزي لېنډ وزيراعظم کرسټوفر ليوکسان له د پاکستان دورې بلنه هم وركړه او د ھغوي كوربتوب ته سترګې په لاره يم۔