اسلام آباد۔28اپرېل(اے پی پی) د وزیراعظم شهباز شریف د صنعت او پېداوار خصوصي مرستيال هارون اختر خان وئيلي دي د پاكستان او اروپائي ائتلاف همكاري نوي دور كته داخليږي۔ د نهې په ورځ اروپائي ائتلاف – پاكستان بزنس فورم ته خطاب كښې ده ووئيل دا فورم يوازې يو كنفرنس نه بلكې د سباؤن د اړخ ټاكلو يوه مهمه ګھړۍ ده۔ د ده وېنا وه چې په پاكستان نړيوال باور زيات …
د پاكستان او اروپائي ائتلاف همكاري نوي دور ته داخليږي: هارون اختر خان

مزید خبریں
اسلام آباد۔28اپرېل(اے پی پی) د وزیراعظم شهباز شریف د صنعت او پېداوار خصوصي مرستيال هارون اختر خان وئيلي دي د پاكستان او اروپائي ائتلاف همكاري نوي دور كته داخليږي۔ د نهې په ورځ اروپائي ائتلاف – پاكستان بزنس فورم ته خطاب كښې ده ووئيل دا فورم يوازې يو كنفرنس نه بلكې د سباؤن د اړخ ټاكلو يوه مهمه ګھړۍ ده۔ د ده وېنا وه چې په پاكستان نړيوال باور زيات شوے او حكومت د دې باور لا مستحكمولو له جدي اقدامات كوي۔ هارون اختر خان ووئيل د وزيراعظم په مشرۍ كښې د سختو معاشي حالاتو باوجود معیشت مستحكم شو۔ ده ووئيل پاكستان په منطقه كښې د امن او استحكام علامت په توګه رامخې ته شوے كوم چې تل د تصادم په ځاے مكالمه او د ذمه وارو فعاليتونو ته وړومبۍ پاملرنه كړې ده۔ ده ووئيل اروپائي اتئلاف دا مهال د پاكستان تر ټولو لوې برآمدي بازار دے ، جی اېس پی پلس سكيم د ملكي برآمدات او معيار په بهترۍ كښې مهم كردار ترسره كړو۔ ده په دې خبره زور راوړو چې اوس وخت راغلے چې اړيكې تجارت څخه وړاندې سرمايه كارۍ ٬ ټېكنالوجۍ او جدت پلو روانې كړې شي۔ ده ووئيل 24 کروړه ودانۍ سره پاكستان لوي او رامخې ته كېدونكے ماركيټ دے كوم چې د سوئيلي آسيا او منځنۍ آسيا ترمينځه د مهمې تجارتي لارې حېثېت لري۔ ده ووئيل كه كارخانې چلېږي نو روزګار به زياتېږي او معيشت به مضبوط شي۔ خاص مرستيال ووئيل سرمایه كارانو ته آسانۍ او پراختيا وركولو ته حكومت تر ټولو وړومبۍ پاملرنه كوي۔ هارون اختر خان ووئيل د ګلګت بلتستان ٬ خېبر پښتونخوا او بلوچستان معدني وسائل برآمدات كښې بدلون راوستلے شي۔ ده ووئيل ځوانان ٬ كاروباري وګړي او هنرمند افرادي قوت د هېواد په پرمختګ كښې بنيادي كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل پاكستان د بدلون تماشګير نه بلكې د دې د معمار جوړېدو عزم لري او سرمايه كارۍ لپاره هم دا مناسب وخت دے










