معركه حق كښې په بريا په نړيواله كچه د پاكستان نامه روښانه شوه ٬ نړۍ د پاك پوځ د صلاحيتونو اعتراف كوي: سردار يوسف

مانسهرہ۔ 28 اپرېل(اے پی پی) د مذهبي چارو او بېن المذاهب همغږۍ وفاقي وزير سردار یوسف وئيلي دي معركه حق كښې په بريا په نړيواله كچه د پاكستان نامه روښانه شوه او نړۍ د پاك پوځ د صلاحيتونو اعتراف وكړو۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د وادي سرن دورې په مهال لنک روډ او جبوړی كښې د نادرا آفس پرانستې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ سردار یوسف ووئيل د وزيراعظم …

مانسهرہ۔ 28 اپرېل(اے پی پی) د مذهبي چارو او بېن المذاهب همغږۍ وفاقي وزير سردار یوسف وئيلي دي معركه حق كښې په بريا په نړيواله كچه د پاكستان نامه روښانه شوه او نړۍ د پاك پوځ د صلاحيتونو اعتراف وكړو۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د وادي سرن دورې په مهال لنک روډ او جبوړی كښې د نادرا آفس پرانستې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ سردار یوسف ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف او فيلډ مارشل سيد عاصم منېر د قائدانه صلاحيتونو او غوره سفارتكارۍ له امله نړۍ له درېم نړيوال جنګ څخه اوساتلې شوه او د امريكې او ايران ترمينځه د ثالثۍ كردار له امله په نړيواله كچه د هېواد عزت او وقار زيات شو د كوم چې د پاكستان مخالفينو هم ستائنه كړې۔ ده ووئيل وزیراعظم شهباز شریف د خپل لوظ له مخې د مانسهرې پرمختيائي منصوبو لپاره فنډ ريليز كړے دے۔ دستورې ته د صوبائي اسمبلۍ غړې سونیا شاہ، د مسلم لیګ لارښود سید ریاض حسین شاہ او نورو اولسي استازو هم خطاب وكړو۔