شاؤشان۔28اپرېل(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری په چین كښې د چیئرمېن ماؤ زے تُنګ د پلارني ښار شاؤشان دوره وكړه چرته چې هغه په اسټېچو سکوائر كښې د چیئرمېن ماؤ په مجسمه ګلدسته كېښودله او چينائي انقلابي لارښود ته يۍ پېرزوئنې وړاندې كړې۔ د نهې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت ته د ګوند مشرانو لارښودو لی جیانګ …
د صدر مملكت آصف علي زرداري د چينائي لارښود ماؤ زے تُنګ د پلارني ښار شاؤشان دوره ٬ د چيئرمېن ماؤ په مجسمه يۍ ګلدسته كېښودله

مزید خبریں
شاؤشان۔28اپرېل(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری په چین كښې د چیئرمېن ماؤ زے تُنګ د پلارني ښار شاؤشان دوره وكړه چرته چې هغه په اسټېچو سکوائر كښې د چیئرمېن ماؤ په مجسمه ګلدسته كېښودله او چينائي انقلابي لارښود ته يۍ پېرزوئنې وړاندې كړې۔ د نهې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت ته د ګوند مشرانو لارښودو لی جیانګ او ډائرېکټر شاؤشان اېډمنسټرېشن ژانګ شی هوئی هركلے ووے۔ هغوي صدر مملكت د چیئرمېن ماؤ زے تُنګ د ژوند حالاتو څخه خبر كړو او په شاؤشان كښې د هغه په ابتدائي دور او هغه عواملو يۍ رڼا واچوله كومو چې د هغه سياسي سوچ تشكيل كړو۔ په اسټېچو سکوائر شوې دستوره كښې له ګډون وروستو صدر مملکت د ماؤ زے تُنګ میموریل میوزیم دوره وكړه۔ چرته چې صدر مملكت ته د عوامي جمهوريه چين مؤسس ژوند ٬ فكر او سياسي ورثې څخه خبر كړې شو۔ صدر مملكت د چين په يو والي او پرمختګ كښې د چين دمؤسس كردار او خذمات و ستائل۔ په دې موقع صدر مملكت سېنېټر سلیم مانډوی والا، د سندھ سینئر وزیر شرجیل انعام مېمن، علی حسن بروهی، سرمايه كارۍ لپاره د وزیر اعلیٰ سندھ خاص مرستيال سید قاسم نوید قمر، چیف سېکرټری سندھ، په پاكستان كښې د چين سفير او چين كښې د پاكستان سفير هم موجود و۔










