صدر مملکت آصف علي زرداري چانګشا كښې ساني هيوي انډسټري ته لاړو،د انجينئرنګ، تعميراتي مشينرۍ په څانګه كښې د مرستي، د ټيکنالوجۍ منتقل كولو او سرمايه کارۍ امکانات جاج واخستلے شو

چانګشا 26 اپرېل (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د چين حنان ولايت چانګشا ښار كښې ساني هيوي انډسټري ته لاړو۔د اتوار په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوې بيان له مخې صدر مملکت په صنعتي مرسته او ټيکنالوجۍ كښې په همكارۍ زور راوړلو سره د ټيکنالوجي پراخه انضمام ، صنعتي پيداوار په جديد ډول روانولو او کارکردګۍ ښه كولو اهميت رامخې ته كولو سره …

چانګشا 26 اپرېل (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د چين حنان ولايت چانګشا ښار كښې ساني هيوي انډسټري ته لاړو۔د اتوار په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوې بيان له مخې صدر مملکت په صنعتي مرسته او ټيکنالوجۍ كښې په همكارۍ زور راوړلو سره د ټيکنالوجي پراخه انضمام ، صنعتي پيداوار په جديد ډول روانولو او کارکردګۍ ښه كولو اهميت رامخې ته كولو سره د ساني کمپنۍ پيداواري صلاحيت، معيار او تکنيکي صلاحيت ستائيلو ۔ صدرمملکت آصف علي زرداري صنعتي ټيکنالوجي، د مهرات زياتولو او شريكو پروژو كښې مرستي ته د ودې وركولو په اهميت زور راوړو٬ ده ووئيل شريكې پروژې د پاکستان انفراسټرکچر او صنعتي پرمختګ كښې مرستياله ثابتيدې شي۔ صدر مملکت تعميراتي مشينري، ډيجيټل مينوفيکچرنګ، د تجديد وړ توان او انجينئرنګ په شان څانګو كښې د مرستي اهميت هم رامخې ته كړو۔د کمپنۍ چيئرمين تانګ شيوګو جدت، ډيجيټلائزيشن او نړيوالي شراکت دارۍ لپاره د كمپنۍ عزم راخې ته كړو۔ ساني ګروپ چيئرمېن تانګ شيوګو صدر مملکت آصف علي زرداري له د کمپنۍ جديد مينوفيکچرنګ نظام، مصنوعات او تحقيق و پرمختګ كښې په سرمايه كارۍ بريفنګ وركړو۔ چانګشا نائب ميئر چيان ليکسيا هم په دې موقع موجود ؤ۔ دورے په مهال د پاکستان او چين ترمينځه انجينئرنګ، تعميراتي مشينرۍ په څانګه كښې د مرستي، ټيکنالوجي منتقل كولو او سرمايه کارۍ امکانات جاج واخستلې شو۔ صدر مملکت ته د ساني هيوي انډسټري کمپني لميټډ آپريشنز تفصيلي جائزه هم وړاندې كړې شوه او هغه د کمپنۍ مالي او آپريشنل کارکردګۍ په اړه هم خبر كړې شو۔بريفنګ كښې صدر مملکت ته ووئيل شول چې كال 2024 آپريټنګ آمدن 11.27 اربه ډالره، مصنوعات تقسيم او جدت و تحقيق او پرمختګ صلاحيت كښې پرله پسې سرمايه کاري شوي۔ صدر مملکت د کمپنۍ فليګ شپ فيکټري دوره هم وكړه كومه چې په ډيجيټل توګه كوټلي مينوفيکچرنګ سهوليات ، جديد آټوميشن او په ډيټا اډانه پيداواري نظام له امله په زړه پوري حيثيت لري۔ صدر مملکت د فيکټرۍ آپريشنز، اعلي آټومېشن او جديد صنعتي مينوفيکچرنګ لپاره د هغې د معيار په اړه هم بريف کړې شو۔ صدر مملکت د ټيکنالوجي پراخه انضمام ، صنعتي پيداوار په جديد ډول روانولو او کارکردګۍ ښه والي اهميت وستائيلو۔ صدر مملکت آصف علي زرداري صنعتي ټيکنالوجي، پوهو پرمختګ او شريكو پروژو كښې مرستي ته ودي وركولو په اهميت زور راوړلو سره ووئيل شريكي منصوبے د پاکستان انفراسټرکچر او صنعتي پرمختګ كښې مرستياله ثابتيدے شي۔ صدر مملکت تعميراتي مشينري، ډيجيټل مينوفيکچرنګ، د تجديد وړ توان او انجينئرنګ په شان څانګو كښې د مرستي امکانات هم رامخې ته كړل۔د کمپنۍ چيئرمېن ووئيل مينوفيکچرنګ، ټيکنالوجي تبادلے او صلاحيت جوړولو كښې د پاکستان سره د مرستي زياتولو موقعو لټولو خواهش لرو۔ سينيټر سليم مانډوي والا، د سندھ سينئر صوبائي وزير شرجيل انعام ميمن، علي حسن بروهي، د سندھ وزير اعليٰ خاص مرستيال سيد قاسم نويد قمر او سندھ چيف سيکرټري ، پاکستان كښې د چين سفير جيانګ زائيډونګ او چين كښې د پاکستان سفير خليل هاشمي هم د صدر مملکت سره وو۔

مزید خبریں