اسلام آباد 26 اپرېل (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ اسپيکر سردار اياز صادق د پاکستان پيپلز ګوند چيف وهپ او قومي اسمبلۍ غړي اعجاز حسين جاکھراني کور ته لاړو او هغه سره ئې د زوي په مړينه لاس نيوه وكړه۔د قومي اسمبلۍ سيکرټريټ له مخې سردار اياز صادق د اعجاز حسين جاکھراني او كورنۍ سره غمرازي ښكاره كولو كښې ووئيل د زوي مرګ د مور او پلار لپاره لوئ …
د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د اعجاز حسين جاکھراني سره د زوي په مړينه لاس نيوه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 26 اپرېل (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ اسپيکر سردار اياز صادق د پاکستان پيپلز ګوند چيف وهپ او قومي اسمبلۍ غړي اعجاز حسين جاکھراني کور ته لاړو او هغه سره ئې د زوي په مړينه لاس نيوه وكړه۔د قومي اسمبلۍ سيکرټريټ له مخې سردار اياز صادق د اعجاز حسين جاکھراني او كورنۍ سره غمرازي ښكاره كولو كښې ووئيل د زوي مرګ د مور او پلار لپاره لوئ غم وي،د زلمي زوي جدا كيدل يو داسې دړد دے كوم چې په ټكو كښې بيانيدے نشي۔ده ووئيل مور او پلار د بچي لپاره ډير خوبونه ويني او هغه څخه ډير اميدونه لري،د هغه جدا كيدل لوئ غم وي۔ د قامي اسمبلۍ اسپيکر ووئيل په دې سخت وخت كښې د اعجاز حسين جاکھراني او كورنۍ په غم كښې برابر شريك يو۔ده دعا اوكړه چې لوئ څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائے او غمجني كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔










