لندن كښې د پاکستان بزنس کمیونټي د اړخه د وفاقی وزیر قیصر احمد شیخ په درناوي كښې ميلمستيا

اسلام آباد/لندن 25 اپرېل (اے پي پي) د سرمايه كارۍ بورډ وفاقی وزیر قیصر احمد شیخ په درناوي كښې په لندن كښې د پاکستان بزنس کمیونټي د اړخه د هر كلي يوه دستوره وشوه۔دستوره كښې پاکستاني نژاد کاروباري شخصیات، سرمایه كارو ، پیشه ورو او بېلو څانګو څخه تعلق لرونكو كسانو ګډون وكړو۔دا دستوره د سمندر پوري پاكستانيانو د هېواد سره د قوي تړون او د پاکستان معاشی پرمختګ كښې …

اسلام آباد/لندن 25 اپرېل (اے پي پي) د سرمايه كارۍ بورډ وفاقی وزیر قیصر احمد شیخ په درناوي كښې په لندن كښې د پاکستان بزنس کمیونټي د اړخه د هر كلي يوه دستوره وشوه۔دستوره كښې پاکستاني نژاد کاروباري شخصیات، سرمایه كارو ، پیشه ورو او بېلو څانګو څخه تعلق لرونكو كسانو ګډون وكړو۔دا دستوره د سمندر پوري پاكستانيانو د هېواد سره د قوي تړون او د پاکستان معاشی پرمختګ كښې د کردار ترسره كولو د عزم عكاسي وه۔د سرمایه كارۍ بورډ د اړخه جاري شوې اعلامیې له مخې په دې موقع وفاقي وزیر بهر هېوادونو كښې د مېشته پاکستان بزنس کمیونټۍ كردار ستائېلو سره ووئيل تاسو د پاکستان معیشت په نړيواله كچه قوي كولو كښې مهم کردار ترسره كوې۔ده د حکومت سرمایه کار دوسته پالیسۍ رامخې ته كولو سره د غیر ملکي سرمایه كارۍ ودې، کاروباری آسانیو ښه كولو او نړيوالي شراكت داري زياتوول له د عزم پخلے وكړو۔وفاقی وزیر ووئيل پاکستان نړيوالو مالياتي ادارو او سرمايه كارو سره فعاله رابطې لري دغسې چې د سرمایه كارۍ موقعو ته وده وركړې شي۔ده ووئيل سمندر پوري پاكستانيان د هېواد او نړيوالي ورورولۍ ترمينځه د يو قوي پل حیثیت لري۔د دستوري په آخر حکومت او د سمندر پوري پاكسنيانو بزنس کمیونټۍ د پاکستان معاشي پرمختګ ، د سرمایه كارۍ ودې او قامي پرمختګ لپاره په ګډه د كار كولو د عزم څړګندونه وكړه۔ بورډ آف انویسټمنټ د سرمایه كارو سهولت، نړيوالي شراکت دارۍ زياتولو او پاكستان سرمایه كارۍ له د يو ترجیحی منزل جوړولو د لوظي پخلے وكړو۔

مزید خبریں