د پهلګام فالس فليګ يو كال مكمل شو، هند د پاکستان په ضد بے بنسټه تورونو ثابتولو كښې ناکامه راغلے

اسلام آباد 25 اپرېل (اے پي پي) د پهلګام فالس فليګ يو كال مكمل شو، هند د پاكستان په ضد د تورونو ثابتولو كښې ناكامه راغلے۔د پهلګام ډرامې د لارې د پاکستان بدنامولو د هند هڅي ناكامه شوي او نړۍ د هند كردار وليدلو او هند پخپله د رسوائي سره مخ شو۔د پهلګام ډرامې له امله هند په نړيواله كچه رسوا شوے،پخپله هند څخه هم د مودي سرکار په نااهلۍ …

اسلام آباد 25 اپرېل (اے پي پي) د پهلګام فالس فليګ يو كال مكمل شو، هند د پاكستان په ضد د تورونو ثابتولو كښې ناكامه راغلے۔د پهلګام ډرامې د لارې د پاکستان بدنامولو د هند هڅي ناكامه شوي او نړۍ د هند كردار وليدلو او هند پخپله د رسوائي سره مخ شو۔د پهلګام ډرامې له امله هند په نړيواله كچه رسوا شوے،پخپله هند څخه هم د مودي سرکار په نااهلۍ او سکيورټي انتظامات پوښتني رامخې ته كيږي۔د لوك سبھا پخواني غړي سمرجيت سنګھ مان په مودي حکومت ټكونه كولو سره وئيلي دي د پهلګام فالس فليګ آپريشن كښې د پاکستان ككړيدو د حکومت سره كوم ثبوت نشته،د هند استخباراتي ايجنسۍ ولي ناكامه شوي ؟۔ د هند سکھ لارښود ګوپال سنګھ چاوله ووئيل هند دا ډرامه يواځې په پاکستان د جنګ مسلط کولو لپاره كړي،مونږ دغه مؤقف رد كوو۔د هند ورځپاڼي دي وائر هم د پهلګام فالس فليګ آپريشن كښې په پاکستان د كوم ثبوت نه غېر په تورنو لګولو پوښتني كړي۔د پارلمان غړي چرن جيت سنګھ چني پهلګام فالس فليګ مشکوك ګرځولو سره اولس د حقائق څخه د خبرولو غوښتنه وكړه۔د کانګريس لارښود ملکارجن کھڑګے د پهلګام ډرامه د هند استخباراتي ناکامي ګرځولو سره ووئيلي مودي د پهلګام بريد څخه وړاندې جموں و کشمير كښې د ممکنه بريد خفيه اطلاع په ترلاسه كيدو خپله دوره منسوخ کړې وه۔نړيوالو پوهانو ووئيل پهلګام فالس فليګ په اړه هند څخه راپورته شوي غږونه د مودي د بې بنسټه تور ښكاره دليل دے۔

مزید خبریں