د خزانې وزير اورنګزېب نړيوالو همكارانو سره د ډیجیټلائزېشن، اېوی اېشن، ریفائنری،رېکوډک منصوبې په اړوندو مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه

  اسلام آباد۔24ستمبر(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 81 مې كلنې غونډې په موقع په نيويارك كښې د ډیجیټلائزېشن، اېوي اېشن، ریفائنری او رېكوډك منصوبې په اړوندو چارو نړيوالو همكارانو سره د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د خزانې وزارت له مخې د خزانې وزير د ډیجیټل کوآپرېشن آرګنائزېشن اعلیٰ كچې وزارتي مكالمه كښې ګډون وكړو چرته چې هغه ډیجیټلائزیشن د پاكستان …

 

اسلام آباد۔24ستمبر(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 81 مې كلنې غونډې په موقع په نيويارك كښې د ډیجیټلائزېشن، اېوي اېشن، ریفائنری او رېكوډك منصوبې په اړوندو چارو نړيوالو همكارانو سره د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د خزانې وزارت له مخې د خزانې وزير د ډیجیټل کوآپرېشن آرګنائزېشن اعلیٰ كچې وزارتي مكالمه كښې ګډون وكړو چرته چې هغه ډیجیټلائزیشن د پاكستان معاشي استحكام څخه تلپاتي اقتصادي پرمختګ پلو د منتقلۍ يوه مهمه برخه وګرځوله۔ د خزانې وزير د امریکی اېکسپورټ امپورټ بنك چيئرمېن جان جوانووچ سره هم ملاقات وكړو په كوم كښې چې پی آئی اے لپاره د الوتكو اخستلو ٬ د ریفائنریز جدید کارۍ او رېکو ډک منصوبې له د مالي مرستې په برابرولو خبرې وشوې

مزید خبریں