اسلام آباد 06 اپرېل (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سيد نويد قمر ته د پارليمنټيرين فار ګلوبل ايكشن د دوو كالو لپاره د مقابله نه غېر په چيئرمېن ټاكلے كېدو مباركي وركولو سره وئيلي دي دا د دې ايوان لپاره د عزت ا وياړ سبب دے۔د ګل په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د غونډې په پېل د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل د قامي اسمبلۍ …
د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سيد نويد قمر ته د پارليمنټيرين فار ګلوبل ايكشن چيئرمېن په ټاكلے كېدو مباركي وركړه
اسلام آباد 06 اپرېل (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سيد نويد قمر ته د پارليمنټيرين فار ګلوبل ايكشن د دوو كالو لپاره د مقابله نه غېر په چيئرمېن ټاكلے كېدو مباركي وركولو سره وئيلي دي دا د دې ايوان لپاره د عزت ا وياړ سبب دے۔د ګل په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د غونډې په پېل د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل د قامي اسمبلۍ غړې اسد نيازي لخوا دا اطلاع ترلاسه شوې ده چې سيد نويد قمر د پارليمنټيرينز فار ګلوبل ايكشن د مقابلې نه غېر چيئرمين ټاكلے شوے دے ٬ دا نه يوازې د دې ايوان بلكې مونږ ټولو لپاره د عزت سبب دے۔سيد نويد قمر د مننې كولو سره ووئيل ما د دې ايوان عزت ساتلے او سيد نويد قمر د سپيكر او غړو مننې كولو سره ووئيل دا يوازې زما لپاره نه بلكې د دې هاؤس لپاره هم يو اعزاز دے چې مونږ د دې ايوان ټاكلي نمائندګان يوو او د دې له امله په داسې فورمز مونږ ته نمائندګي ترلاسه كيږي۔











