اسلام آباد۔25ستمبر (اے پی پی) وفاقی حکومت د وزیراعظم پټرول ریلیف سکیم تازه شمېرې جاري كولو سره وئيلي دي تر دې دمه په ګرد هېواد كښې 58 لکه څخه د زياتو كسانو رجسټرېشن بشپړ شوے دے او د 61 لکه ټوكنز له اجراﺀ وروستو 47 لکه مستحقو وګړو پټرول پمپس څخه په رعايتي بيعو پټرول ترلاسه كړې دي۔ حکومت په اولسي فيډ بېك د موټر سائيكل مالكانو له په …
وزيراعظم پټرول ريليف سكيم: 47 لکه مستحق, وګړو ته په رعايتي بيعه پټرول وركړې شو ، 58 لکه څخه زيات رجسټرېشن ، د انټرنېټ مسئلې لرونكو پمپس لپاره اېس اېم اېس اېکټیو شوے شزا فاطمه، بلال اظهر کیانی
اسلام آباد۔25ستمبر (اے پی پی) وفاقی حکومت د وزیراعظم پټرول ریلیف سکیم تازه شمېرې جاري كولو سره وئيلي دي تر دې دمه په ګرد هېواد كښې 58 لکه څخه د زياتو كسانو رجسټرېشن بشپړ شوے دے او د 61 لکه ټوكنز له اجراﺀ وروستو 47 لکه مستحقو وګړو پټرول پمپس څخه په رعايتي بيعو پټرول ترلاسه كړې دي۔ حکومت په اولسي فيډ بېك د موټر سائيكل مالكانو له په يو وخت كښې د 5 لېټرز پټرول اچولو شرط ختم كړے دے او په كوم پېټرول پمپس چې د انټرنېټ آساني نه وي يا تكنيكي ستونزې سره مخ دي دغلته متبادل اېس اېم اېس بېسډ وېرېفكېشن عملي كړے شوے دے۔ دا خبره د جمعې په ورځ د آئي او ټېلي كميونيكېشن وفاقي وزيرې شزا فاطمه او وزير مملكت بلال اظهر كياني ګډ خبري كنفرنس ته خطاب كښی وكړه۔ ۔وفاقی وزیرې ووئيل په منطقه كښی د تاؤ تريخوالي او په نړيواله كچه د پېټروليم مصنوعاتو ېيعو كښی د زياتوالي اثرات څخه بې وزله طبقه ساتلو له د وزيراعظم خصوصي فيول رېيف سكيم په څلورو واړو صوبو ٬ اسلام آباد ٬ آزاد كشمير او ګلګت بلتتسان كښې په كاميابۍ سره روان دے۔ دې ووئيل په 8 ورځو كښې دې څخه 47 لكه كسانو استفاده كړې ده۔ د دې لائيو جي آئي اېس او د ډېش بورډ د لارې مانيټرنګ كيږي او وزيراعظم هر څلور ساعته پس د دې رپورټ پخپله اخلي








