اسلام آباد۔25ستمبر(اے پی پی) د سېنېټ لنډ مهاله چيئرمېن سيدال ناصر خان وئيلي دي د پاكستان او مالديپ ترمينځه د ورورلۍ پخوانۍ اړيكې په شريك احترام ٬ باور او مفادات ولاړې دي كومې چې د پارليماني سفارتكارۍ او عملي همكارۍ د لارې لا پياوړې كېدې شي۔ هغه د مالدیپ د پیپلز مجلس سپیکر عبدالرحیم په مشرۍ كښې پارليماني پلاوي سره خبرې كولې۔ ملاقات كښی په دوه اړخيزه اړيكو ٬ …
د سېنېټ لنډ مهال چيئرمېن د مالديپ سپيكر په مشرۍ كښې پارليماني پلاوي سره ملاقات ، دوه اړخيزه همكارۍ ته په ودې وركولو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد۔25ستمبر(اے پی پی) د سېنېټ لنډ مهاله چيئرمېن سيدال ناصر خان وئيلي دي د پاكستان او مالديپ ترمينځه د ورورلۍ پخوانۍ اړيكې په شريك احترام ٬ باور او مفادات ولاړې دي كومې چې د پارليماني سفارتكارۍ او عملي همكارۍ د لارې لا پياوړې كېدې شي۔ هغه د مالدیپ د پیپلز مجلس سپیکر عبدالرحیم په مشرۍ كښې پارليماني پلاوي سره خبرې كولې۔ ملاقات كښی په دوه اړخيزه اړيكو ٬ پارليماني تړون ٬ تجارت او سرمايه كارۍ ٬ تعليم ٬ دفاع ٬ سېلګرۍ ٬ موسمياتي بدلون اولسي رابطو او د شريكې خوښی په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ سېدال خان ناصر پلاوي سره خبرو كښې ووئيل پاکستانو پوهنتونونو كښې د مالديپ زده كوونكو لپاره نورې د زده كړو موقعې هم رامخې ته كېدې شي۔ طب، انجینئرنګ، فارمېسی، دندان سازۍ او نورو څانګو كښې د پاكستان مهارت څخه د مالديپ زده كوونكي استفاده كولې شي۔ د موسمياتي بدلون په اړه سیدال خان ناصر ووئيل دواړه هېوادونه د موسمياتي بدلون اثرات څخه د ځپلے شوو هېوادونو په فهرست كښې شامل دي ٬ له دې كبله د ګډو اقداماتو د لارې به همكارۍ ته وده وركول وي۔ د مالدیپ د پیپلز مجلس سپیکر عبدالرحیم ووئيل مالدیپ پاکستان سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي۔ هغه ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې د تېرو كلونو په مهال زياتې مستحكمې شوي دي او مالديپ د تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ تعليم او دفاع په شمول بېلو څانګو كښې دا لا پياوړې كول غواړي۔ د مالديپ سپيكر په نړيواله كچه د پاكستان كردار ستائېلو سره ووئيل مالديب په هر سخت وخت كښې د پاكستان لخوا مرستې ته د قدر په سترګه ګوري۔ د ملاقات په پايه كښی دواړو لارښودو د موجوده همكارۍ په لا مستحكمولو ٬ د شريكې خوښی نوو برخو په ګوته كولو او پارليماني تړون لا مضبوطولو ته اتفاق وكړو۔









