پرنس رحیم آغا خان پنځم سره په ليدلو ډېر خوشحاله شوم: وزیراعظم شهباز شریف

  نيويارك ۔25ستمبر(اے پی پی)وزيراعظم شهباز شریف وئیلي دي په نیویارک کښې پرنس رحیم آغا خان پنځم سره په ليدلو زيات خوشحاله شوم٬ په دې ليدنه كښې مې د هغه د پلار ارواښاد آغا خان څلورم هغه  اوږد مهاله خدمتونه یاد کړل كوم چې هغه د پاکستان پرمختګ او د اولس خېر ښېګړې له تر سره كړي۔ د جمعې په ورځ په اېکس خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل د لیدنې …

 

نيويارك ۔25ستمبر(اے پی پی)وزيراعظم شهباز شریف وئیلي دي په نیویارک کښې پرنس رحیم آغا خان پنځم سره په ليدلو زيات خوشحاله شوم٬ په دې ليدنه كښې مې د هغه د پلار ارواښاد آغا خان څلورم هغه  اوږد مهاله خدمتونه یاد کړل كوم چې هغه د پاکستان پرمختګ او د اولس خېر ښېګړې له تر سره كړي۔ د جمعې په ورځ په اېکس خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل د لیدنې په مهال مې پرنس رحیم آغا خان سره په ځانګړې توګه د روغتیا په برخه کښې د خدمتونو ٬ كركېلې، کلیوالي پراختیا، د موسمياتي لچك او د ځوانانو او مېرمنو د واکمنۍ په برخو کښې د خپلې اوږد مهاله ملګرتیا د لا پیاوړتیا په لارو چارو خبرې وکړې۔ وزيراعظم زياته كړه چې زه پاکستان لپاره د خدمت او ملګرتیا په برخه کښې د پرنس رحیم آغا خان د پام وړ دې میراث مخ په وړاندې  بوتللو عزم لرم او بيا ورسره زر ليدلو ته لېواله يم۔

مزید خبریں