اسلام آباد 06 اپرېل (اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬اصلاحات او خاص اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې معاشي ګورننس په اړه د ګل په ورځ غونډه وشوه چې پكښې د هېواد اقتصادي نظام موثره او سرمايه كار دوست جوړولو په اړه تفصيلي غور وشو۔د منصوبه بندۍ وفاقي وزير ووئېل ګورننس ساده٬سپيځلے او بزنس فرينډلي جوړولو ته حكومت وړومبې پام لرنه كوي ۔ده ووئيل د ټيكس نظام په داسې …
د وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې د معاشي ګورننس په اړه غونډه٬اقتصادي نظام موثر او سرمايه كار دوسته جوړولو په بابله تفصيلي غور

مزید خبریں
اسلام آباد 06 اپرېل (اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬اصلاحات او خاص اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې معاشي ګورننس په اړه د ګل په ورځ غونډه وشوه چې پكښې د هېواد اقتصادي نظام موثره او سرمايه كار دوست جوړولو په اړه تفصيلي غور وشو۔د منصوبه بندۍ وفاقي وزير ووئېل ګورننس ساده٬سپيځلے او بزنس فرينډلي جوړولو ته حكومت وړومبې پام لرنه كوي ۔ده ووئيل د ټيكس نظام په داسې انداز كښې اچولے كيږي چې د لويې سرمايه كارو ډاډګيرنه وي او كاروباري هلو ځلو ته وده ترلاسه شي۔ده ووئيل حكومت يو داسې جامع نظام جوړوي كوم څخه چې برآمدي صلاحيت كښې زياتوالے ممكن شي۔په دې لړ كښې برآمدات زياتوونكو كمپنو ته ټيكس كښې د خاص مراعات وركولو په سفارش هم غور روان دے۔احسن اقبال زور راوړو چې د برآمدات وده د هېواد لپاره د “نېشنل ايمرجنسي”حېثيت لري او هېواد بهرني مالي انحصار څخه خلاصولو لپاره ضرورې ده چې هر كال لږ تر لږه 5 ارب ډالره برآمدات زيات كړے شي۔ده د پاكستان جغرافيائي اهميت رامخې ته كولو سره ووئېل هېواد منطقه كښې سرمايه كارۍ لپاره د يو لوي مركز جوړولو صلاحيت لري۔په غونډه كښې په دې خبره هم زور راوړلے شو چې سرمايه كارو لپاره اسلام آباد وړومبے ترجيحي ځاے جوړولو لپاره دې پالېسي اقدامات تند كړے شي











