اسلام آباد۔6اپریل (اے پي پي) د پټرولیم مصنوعات بيعو كښې د زياتوالي په مهمه مسئله بحث كولو له قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنې معطل كړې شوې ۔ د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د ټولو ګوندونو غړو په دې خبره اتفاق وكړو چې په دې مهمه مسئله دې د معمول کارروائي ځنډولو سره بحث وكړے شي ۔ د قانون و انصاف وزير اعظم نذیر تارړ تحریک وړاندې وكړو چې …
د پټرولیم مصنوعات په بيعو بحث كولو لپاره قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمه وځنډولې شوه

مزید خبریں
اسلام آباد۔6اپریل (اے پي پي) د پټرولیم مصنوعات بيعو كښې د زياتوالي په مهمه مسئله بحث كولو له قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنې معطل كړې شوې ۔ د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د ټولو ګوندونو غړو په دې خبره اتفاق وكړو چې په دې مهمه مسئله دې د معمول کارروائي ځنډولو سره بحث وكړے شي ۔ د قانون و انصاف وزير اعظم نذیر تارړ تحریک وړاندې وكړو چې ایوان كښې په ایجنډا موجود کارروائي دې وځنډولې شي دغسې چې د پټروليم مصنوعات په بيعو كښې په زياتوالي بحث وكړے شي ۔ په كومه چې ایوان د تحریک منظوري وركړه ۔ د دې نه وړاندې د مخالفې ډلې غړي شاهد خټک ووئېل د پټرولیم مصنوعات بيعو كښې په زياتوالي دې ایوان كښې بحث وكړے شي ۔د پارلیماني چارو وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري ووئېل كه په دې سنجیدہ بحث کول دي او مثبت تجاویز وركول دي نو مونږ پرې هيڅ اعتراض نه لرو خو د تېرو دوو كالو غوندې په دې پوائنټ سکورنګ نه دې پكار ۔سید نوید قمر او د ایم کیو ایم پاکستان غړي امین الحق هم وړاندېز وركړو چې په دې بحث وګرئ ٬ دا یوه مهمه مسئله ده ۔











