اسلام آباد۔6اپریل (اے پي پي) د انفارمیشن ټیکنالوجي و ټیلې کمیونیکیشن وفاقي وزېرې شزا فاطمه خواجه د رامخې ته كېدونكې ټیکنالوجیز، په خصاص توګه د مصنوعي زېركتيا لپاره د تګلارې جوړولو په ضرورت زور راوړے دے ٬ دغسې چې دا ټیکنالوجیز د مساوات نشتوالي زياتولو په ځائے د موخو يو برابر كولو ذریعه وګرځي ۔ د ګل په ورځ د انفارمیشن ټیکنالوجي و ټیلې کمیونیکیشن وزارت نه جاري بیان تر …
د وفاقي وزیرې شزا فاطمه خواجه د مصنوعي زېركتيا لپاره د تګلارې جوړولو په ضرورت زور

مزید خبریں
اسلام آباد۔6اپریل (اے پي پي) د انفارمیشن ټیکنالوجي و ټیلې کمیونیکیشن وفاقي وزېرې شزا فاطمه خواجه د رامخې ته كېدونكې ټیکنالوجیز، په خصاص توګه د مصنوعي زېركتيا لپاره د تګلارې جوړولو په ضرورت زور راوړے دے ٬ دغسې چې دا ټیکنالوجیز د مساوات نشتوالي زياتولو په ځائے د موخو يو برابر كولو ذریعه وګرځي ۔ د ګل په ورځ د انفارمیشن ټیکنالوجي و ټیلې کمیونیکیشن وزارت نه جاري بیان تر مخه وزارتِ د انفارمیشن ټیکنالوجي و ټیلي کمیونیکیشن د ډیجیټلائزیشن فار ویمن اکنامک امپاورمنټ (ډي فور ډبلیواي اي) منصوبې د قامي سټیئرنګ کمیټۍ مشر دے ٬ په اسلام آباد كښې د ملګرو ملتونو په ویمن کنټري آفس كښې د يوه اعلیٰ كچ غونډه وكړه ۔ د غونډې مقصد د منصوبې د پیشرفت جاج اغستل او هم غږي لا مضبوطول وه۔ دا څلور كلنه منصوبه (2024–2028) د کوریه انټرنیشنل کوآپریشن ایجنسۍ (کوئیکا) په مالي مرسته روانه ده ۔ سټیئرنګ کمیټي د دې منصوبې تر ټولو اعلیٰ فورم دے كوم چې سټریټجک نګراني ، د پالیسي انضمام لارښونه او احتساب باوري كوي ۔ غونډه كښې حکومتي او د شخصي څانګې مهمو شراکت دارو ګډون وكړو٬ دغسې چې د روانو اقداماتو جاج واغستلے شي او د پروګرام اهداف په مؤثر ډول تر سره كول باوري كړے شي۔











