اسلام آباد 06 اپرېل (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار او د پرتګال د خارجه چارو وزير مملكت پاؤلو رينجل ترمېنځه د ټېلي فوني تماس د لارې د منطقې په بدلېدونكې وضعه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د ګل په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري بيان له مخې نائب وزيرِاعظم و خارجه وزير په تاٶ تريخوالي كښې د كمي په ضرورت زور راوړلو سره …
نائب وزيراعظم سينيټر اسحاق ډار او د پرتګال د خارجه چارو وزير مملكت ترمېنځه ټېلي فوني تماس ٬ د منطقې په بدلېدونكې وضعه د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 06 اپرېل (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار او د پرتګال د خارجه چارو وزير مملكت پاؤلو رينجل ترمېنځه د ټېلي فوني تماس د لارې د منطقې په بدلېدونكې وضعه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د ګل په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري بيان له مخې نائب وزيرِاعظم و خارجه وزير په تاٶ تريخوالي كښې د كمي په ضرورت زور راوړلو سره په منطقه كښې تل پاتې امن او استحكام ترلاسه كولو لپاره د پاكستان په هلو ځلو رڼا واچوله ۔ د پرتګال د خارجه چارو وزير مملكت په منطقه كښې امن او استحكام لپاره مكالمې او د سفارتكارۍ په وده كښې د پاكستان حكومت د هلو ځلو بشپړ ملاتړ كولو سره د دې ستائنه وكړه۔ دواړو مشرانو د دوه اړخَيزه اړيكو د مثبت پېشرفت ستائنې كولو سره د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې مرستې لا قوي كولو ته اتفاق وكړو ۔ دوي د اعليٰ كچ روابطو د تسلسل په اهميت زور راوړلو سره نزدې رابطه په ځاے ساتلو ته هم صلاح يوه كړه۔











