اسلام آباد 06 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د اسلام آباد پوليس لخوا د اليكټرك ګاډو كارونه پېل كول خوشبينه او د صوبو او قانون نفاذ كوٶنكو ادارو لپاره د تقليد وړ ګرځولو سره وئيلي دي دې سره به قېمتي زرمبادله بچت شي۔ ده دا خبرې د ګل په ورځ د اسلام آباد كيپټل ټيريټري ټرافېك پوليس ته د ماحول دوسته اليكټرك ګاډو وركولو دستورې ته د …
وفاقي پوليس كښې د اليكټرك ګاډو كارونه خوشبينه ده ٬ قېمتي زرمبادله به بچت شي۔ وزيراعظم شهباز شريف

مزید خبریں
اسلام آباد 06 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د اسلام آباد پوليس لخوا د اليكټرك ګاډو كارونه پېل كول خوشبينه او د صوبو او قانون نفاذ كوٶنكو ادارو لپاره د تقليد وړ ګرځولو سره وئيلي دي دې سره به قېمتي زرمبادله بچت شي۔ ده دا خبرې د ګل په ورځ د اسلام آباد كيپټل ټيريټري ټرافېك پوليس ته د ماحول دوسته اليكټرك ګاډو وركولو دستورې ته د خاص مېلمه په حېث خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي او د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ سره سره د اسلام آباد پوليس او د ضلعي انتظاميه اعليٰ چارواكي هم موجود وو۔ وزيراعظم ووئيل په دې خبره زه ډېر خوشحاله شوم چې د اسلام آباد پوليس لخوا ټرافېك او امن او امان لپاره د اليكټرك ګاډو استعمال پېل كړے دے، دې سره به قيمتي زرمبادله بچت شي ٬ ھغه هم په داسې حالاتو كښې كله چې د پټرول بيعه اسمان سره خبرې كوي ٬ دا په خاص توګه د اهميت وړ اقدام دے۔ وزيراعظم دا هيله څرګنده كړه چې ګرد هېواد كښې به قانون نافذ كوونكې ادارې او صوبائي حكومتونه هم د دې تقليد وكړي او د اليكټرك ګاډو استعمال به پېل كړي۔ د دې نه وړاندې وزيراعظم د اليكټرك ګاډو معائنه وكړه۔ د يادونې وړ ده د حكومت دورانديشه پاليسو په سبب د خليج بحران پېل كېدو نه وړاندې فيول اكانومي او د برقي ګاډو په پاليسۍ كار پېل شوے ٶ او څو مياشتې وړاندې د دې ګاډو پروكيورمنټ پېل شوے ٶ۔ د اسلام آباد پوليس آئي جي سيد علي ناصر رضوي وزيراعظم ته په بريفنګ كښې ووئيل په ابتدائي توګه اسلام آباد ټرافېك پوليس ته 15 ماحول دوسته ايكو-سمارټ اليكټرك ګډي وركول د وزيراعظم وژن او د حكومت د توان بچت پاليسۍ برخه ده، د هر ګاډي لپاره به يو كپتان، يو نارينه رسپانډر او يو ډرائيور وي او دوي لپاره به خاص يونيفارم وي٬ دا ګاډي به د ښار په سترو او مهمو لارو موجود وي دغسې چې د ټرافېك جريان لا بهتر كړے شي۔ ده ووئيل په بشپړه توګه چارج شوے يو ګاډې د 350 نه تر 400 كلوميټره فاصله سر كولې شي٬ تند چارجنګ لپاره به يو ساعت نه تر يو نيم ساعت او ريګولر چارجنګ لپاره به د 6 نه تر 8 ساعته ضروري وي٬ د پټرول ګاډو په مقابل كښې د دې ګاډو استعمال سره به د ګاډي په سر 0.55 ملين روپۍ په مياشت كښې بچت كېږي او دا الېكټرك وهيكلز به د 13 نه تر 14 مياشتو كښې خپل لګښت سر كړي۔ د بريفنګ له مخې ډېر زر به 15 نور اليكټرك ګاډي د اسلام آباد ټرافيك پوليس په فليټ كښې شامل شي۔ ده ووئيل د اسلام آباد ټرافېك پوليس له د دې ګاډو وركول د وفاقي حكومت په اسلام آباد كښې د جديد ټرافېك مينجمنټ پلان برخه ده۔











