اسلام آباد۔06 اپریل(اے پي پي)د اثر لرونكې قامي قیادت په دور اندیشۍ ، موثره پالیسي سازۍ او مضبوط وژن پاکستان په نړيواله كچه معاشي او په سفارتي میدان كښې څرګندې کامیابۍ تر لاسه كوي ، د كومو اعتراف چې اوس نړيواله مېډيا تر دې چې د هند میډیا هم په څرګندو ټكو كوي ۔ د چارواكو تر مخه د هند په میډیا كښې د پاکستان ډیجیټل صلاحیت، موثره سفارت کارۍ …
د پاکستان معاشي کامیابۍ او ’’کرپټو ډپلومیسي‘‘ دښمن هم تسليموي

مزید خبریں
اسلام آباد۔06 اپریل(اے پي پي)د اثر لرونكې قامي قیادت په دور اندیشۍ ، موثره پالیسي سازۍ او مضبوط وژن پاکستان په نړيواله كچه معاشي او په سفارتي میدان كښې څرګندې کامیابۍ تر لاسه كوي ، د كومو اعتراف چې اوس نړيواله مېډيا تر دې چې د هند میډیا هم په څرګندو ټكو كوي ۔ د چارواكو تر مخه د هند په میډیا كښې د پاکستان ډیجیټل صلاحیت، موثره سفارت کارۍ او جدید تګلارې باندې مثبت تبصرې د دې خبرې واضحه ثبوت دے چې په نړيواله كچه په سفارتي ډګر خپل وړومبے والے مستحکم کوي ۔ دې ټائمز آف انډیا تر مخه د ډونلډ ټرمپ د اړخه تېرو مياشتو كښې د پاکستاني مشر تابه ستائنې د دواړو هېوادونو اړيكو كښې د ذاتي نوعیت برخو ته لا تقویت وركړے دے ۔ راپور كښې وئېلې شوي دي د Zachary Witkoff سره روابط واشنګټن كښې د پاکستان مخ ملازه زياته كړې ده ۔ د دې راپور ترمخه د پاکستان دې زياتېدونكې سفارتي رسنې په شا د بلال بن ثاقب کلیدي کردار رامخې ته شوے دے ، كوم چې د كال 2025 په مهال په تندۍ سره د پالیسۍ جوړولو په نظام كښې د يوې مهمې نامې په توګه رامخې ته شوے دے ۔ هغه د کرپټو نړيوالو شخصیاتو سره روابط جوړ كړل چې پكښې د بائنانس باني چانګ پینګ ژاؤ، کیتھي ووډ او مائیکل سیلر شامل دي ،دغسې د این ډي ټي وي تر مخه بلال بن ثاقب د ډونلډ ټرمپ د کرپټو منصوبې ورلډ لبرټي فنانشل صلاحكار په توكه شمولیت يوه لويه سفارتي او تکنیکي کامیابي ګرځولې كېږي ۔ راپور كښې وئېلي شوي پاکستان د “کرپټو ډپلومیسي” د لارې د سپېنې ماڼۍ سره باور زيات كړے دے، كوم چې په سباون كښې د دواړو اړيكو لپاره مثبت پیشرفت ثابتېدې شي ۔د پوهانو تر مخه د پاکستان صلاحیت لرونكے افرادي قوت، په بيړه رامخې ته كېدونكے ډیجیټل معیشت او د جدید ټیکنالوجۍ خپلولو صلاحیت د هېواد د روښانه سباون ضمانت دے۔۔











