په خيبر پښتونخوا كښې د اوسنيو بارانونو دلاسه 18 كسان مړه ٬ 72 ټپيان شول

پېښور ۔ 31 مارچ (اے پی پی) د پي ډي اېم اے لخوا 25 مارچ څخه تر دې دمه د روانو پاتې شوو بارانونو د لاسه د خېبر پښتونخوا په بېلو ضلعو كښې د ځاني او مالي زيانونو ابتدائي رپورټ جاري كړے شوے دے۔ د پي ډي اېم اے له مخې د كورونو چھتونو او دېوالونو پرېوتو پېښو كښې تر دې دمه 18 كسان مړه او 72 ژوبل شوي دي۔ …

پېښور ۔ 31 مارچ (اے پی پی) د پي ډي اېم اے لخوا 25 مارچ څخه تر دې دمه د روانو پاتې شوو بارانونو د لاسه د خېبر پښتونخوا په بېلو ضلعو كښې د ځاني او مالي زيانونو ابتدائي رپورټ جاري كړے شوے دے۔ د پي ډي اېم اے له مخې د كورونو چھتونو او دېوالونو پرېوتو پېښو كښې تر دې دمه 18 كسان مړه او 72 ژوبل شوي دي۔ په حق رسېدليو كسانو كښې 14 كوچنيان ٬ يو سړے او 3 مېرمنې شاملې دي۔ دغسې په ژوبل شوو كښې 32 سړي ، 7 مېرمنې او 33 كوچنيان شامل دي۔ د رپورټ له مخې په مجموعي توګه 60 كورونه زيانمن شوي په كومو كښې چې 51 ته جزوي زيان رسېدلې او 9 ويجاړ شوي دي۔ دا پېښې د صوبې په بېلو ضلعو بنو، اېبټ آباد، کوهاټ ، پېښور ، نوښار ٬ باجوړ ٬ لكي مروت ٬ كرم ٬ هنګو ٬ شانګله ٬ بونېر ٬ مالاكنډ ٬ دير اپر ٬ بټګرام ٬ قطبي وزيرستان او ټانك كښې رامخې ته شوې۔ پی ډی اېم اے، ریسکیو 1122، ضلعی انتظامیې او اړوندو ادارو په ګډه د مرستې هلې ځلې روانې ساتلې دي۔ د صوبې په بېلو ضلعو كښې د بارانونو لړۍ دمه په دمه روانه ده د نوې لړۍ 1 څخه تر 4 اپرېل د روانې پاتې كېدو امكان دے۔ اولس ته اپېل شوے چې هغوي له ضرورت پرته سفر كولو او حساس ځايونو ته تللو څخه ډډه وكړي۔ اولس دې موسمي صورتحال معلومولو او د كومې هم ناوړه پېښې په صورت كښې معلومات لپاره په فري هېلپ لائن 1700 رابطه وكړي

مزید خبریں