د مير ضياﺀ لانګو په مشرۍ كښې د امن په اړه غونډه ٬ د ترهګرۍ په پيښو بريفنګ

کوئټه۔ 30 مارچ (اے پی پی) د كورنيو چارو صوبائي وزير میر ضیاء لانګو په مشرۍ كښې د فېفټیک په دفتر كښې د لوړې كچې غونډه وشوه په كومه كښې چې د صوبې د مجموعي امنيتي وضعې جاج واغستلې شو۔ په غونډه كښې اېډیشنل چیف سېکرټری داخله حمزہ شفقات، ډي آئي جي کوئټه، ډي آئي جی سي ټي ډی اعتزاز ګوریه، کمشنرز او نورو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ چارواكو تېره …

کوئټه۔ 30 مارچ (اے پی پی) د كورنيو چارو صوبائي وزير میر ضیاء لانګو په مشرۍ كښې د فېفټیک په دفتر كښې د لوړې كچې غونډه وشوه په كومه كښې چې د صوبې د مجموعي امنيتي وضعې جاج واغستلې شو۔ په غونډه كښې اېډیشنل چیف سېکرټری داخله حمزہ شفقات، ډي آئي جي کوئټه، ډي آئي جی سي ټي ډی اعتزاز ګوریه، کمشنرز او نورو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ چارواكو تېره ورځ د رامخې ته شوو پېښو او د امنيتي ځواكونو فوري كارروائيو په اړه بريفنګ وركړو۔ د غونډې د اعلاميې له مخې د امن صورتحال ښه كولو له مهمې پرېكړې وكړې شوې۔ په دې موقع صوبائي وزير ووئيل د اولس د ځان او مال تحفظ ته ححكومت تر ټولو وړومبۍ پاملرنه كوي او د امن بحالي د پوليس او انتظاميې د ګډې ذمه واري ده۔ ده ووئيل د امن بحالۍ كښې د امنيتي ځواكونو او قانون نافذ كوونكو ادارو قربانۍ د قدر وړ دي او ترهګري به په هېڅ صورت ونه زغملې شي۔ ده د دې عزم پخلے وكړو چې حكومت او ادارې به د اولس د ځان او مال تحفظ له ټول وسائل كاروي۔

مزید خبریں