كوئټه30 مارچ (اے پی پی)د پاكستان پيپلز پاړټي مركزي لارښود او د قامي اسمبلۍ غړي نوابزاده جمال خان رئيساني د پاكستان وزيراعظم شهباز شريف او چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير په منطقه كښې د امن لپاره هڅې ستائېلو سره وئېلي دي په سفارتي هڅو او په اسلام آباد كښې د څلورو دوست اسلامي هېوادونو خبرې كاميابۍ څخه په يقيني توګه ً په نړيواله كچه د پاكستان …
د پاكستان په نړيواله كچه امن لپاره د ثالث كردار د ستائنې او د اهميت وړ دے۔نوابزاده جمال ريساني

مزید خبریں
كوئټه30 مارچ (اے پی پی)د پاكستان پيپلز پاړټي مركزي لارښود او د قامي اسمبلۍ غړي نوابزاده جمال خان رئيساني د پاكستان وزيراعظم شهباز شريف او چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير په منطقه كښې د امن لپاره هڅې ستائېلو سره وئېلي دي په سفارتي هڅو او په اسلام آباد كښې د څلورو دوست اسلامي هېوادونو خبرې كاميابۍ څخه په يقيني توګه ً په نړيواله كچه د پاكستان تشخص او عزت به لا ښه شي۔د ګل په ورځ د “اے پي پي”سره په خبرو كښې د قامي اسمبلۍ غړي نوابزاده جمال خان رئيساني ووئېل پاكستان په نړيواله كچه د امن لپاره د ثالث په توګه كردار د ستائنې او د اهميت وړ دے۔تركيه٬سعودي عرب او د مصر خارجه وزير اسلام آباد ته راتګ او كامياب كنفرنس د پاكستان د زيات شوې سفارتي بصيرت او د امن استحكام د ګټورې مكالمې د عزم عكاس دے۔










