پېښور ۔ 30 مارچ (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا د اطلاعات خاص مرستيال شفيع جان په بنو كښې د طوفاني بارانونو له امله په بېلو ځايونو كښې د چھتونو پرېوتو پېښو كښې په شوي ځاني زيانونو د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د جاري شوي بيان له مخې خاص مرستيال ووئيل چې په بېلو پېښو كښې د يوې مېرمنې په شمول د 7 كوچنيانو په حق …
د خيبر پښتونخوا د اطلاعات خاص مرستيال بنو كښې د بارانونو دلاسه په شوي ځاني زيان د افسوس څرګندونه

مزید خبریں
پېښور ۔ 30 مارچ (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا د اطلاعات خاص مرستيال شفيع جان په بنو كښې د طوفاني بارانونو له امله په بېلو ځايونو كښې د چھتونو پرېوتو پېښو كښې په شوي ځاني زيانونو د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د جاري شوي بيان له مخې خاص مرستيال ووئيل چې په بېلو پېښو كښې د يوې مېرمنې په شمول د 7 كوچنيانو په حق رسېدو مونږ ته سخت خفګان شوے دے۔ ده ووئيل رېسکیو 1122 او ضلعی انتظامیې په وخت كارروائي كولو سره د رېسكيو آپرېشن د لارې ملبې څخه كسان بهر كړي٬ ژوبل شوي يۍ په سمدستي توګه روغتون ته منتقل كړي كومو لپاره چې غوره طبي آسانۍ باوري كړې شوي دي۔ ده ووئيل د خېبر پښتونخوا وزيراعلی سهېل آفريدي د روانو بارانونو له امله د ټولو ضلعو انتظاميې ته د الرټ پاتې كېدو هدايت كړې دې او پي ډي اېم اے او ضلعي انتظاميه ځپليو كورنيو ته د مرستې سامان رسوي۔ ده ووئيل صوبائي حكومت د حق رسېدليو كسانو كورنيو په غم كښې يو برابر شريك دے ٬ د ځپليو كورنيو به هر ډول ممكنه مرسته كولې شي۔ ده په حق رسېدليو له د لوړو درجو او ژوبل شوو له د زر روغتيا دعا هم وكړه۔










