د خيبر پښتونخوا وزيراعلی د بارانونو دلاسه په شوي ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه

پېښور ۔ 30 مارچ (اے پی پی) د خيبر پښتونخوا وزيراعلی سهېل آفريدي د روانو اوسنيو بارانونو دلاسه د صوبې په بېلو سيمو كښې رامخې ته شوو پيښو كښې په شوي ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه كړې ده۔ وزيراعلی ځپلې كورنيو سره خواخوږي او غمرازي ښكاره كولو سره په حق رسېدليو له د بخښنې او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم دعا وكړه۔ ده د ژوبل شوو …

پېښور ۔ 30 مارچ (اے پی پی) د خيبر پښتونخوا وزيراعلی سهېل آفريدي د روانو اوسنيو بارانونو دلاسه د صوبې په بېلو سيمو كښې رامخې ته شوو پيښو كښې په شوي ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه كړې ده۔ وزيراعلی ځپلې كورنيو سره خواخوږي او غمرازي ښكاره كولو سره په حق رسېدليو له د بخښنې او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم دعا وكړه۔ ده د ژوبل شوو زر روغتيا له د نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔ وزيراعلی د اړوندو روغتونونو انتظاميې ته هدايت وكړو چې هغوي دې ژوبل شوو لاپاره غوره طبي آسانۍ باوري كړي او د رېسكيو او ريليف هلې ځلې دې ګړندۍ كړې شي۔ وزیر اعلیٰ ووئيل صوبائي حكومت په دې سخت وخت كښې د ځپليو كورنيو په غم دړد كښې يو برابر شريك دے او هغوي به كله هم يوازې نه پرېږدي۔ ده باور وركړو چې د ځپليو كورنيو به هره ممكنه مرسته كولې شي۔

مزید خبریں