لاهور 27 مارچ (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي چې پاکستان د نازك پړاٶ څخه تېرېږي، د معاشي چيلنجز مخه نيولو لپاره د قام يو موټې كېدل ضروري دي، ټولو سياسي ګوندونو له د پوائنټ سکورنګ نه ډډه كولو سره قامي مفادو ته پاملرنه پكار ده۔ دا خبره ده د جمعې په ورځ ايکسپو سينټر كښې 11م پاکستان فټ ويئر ميټيريل اينډ مشينري شو …
پاکستان د نازك پړاٶ څخه تېرېږي، د معاشي چيلنجز مخه نيولو لپاره د قام يو موټې كېدل ضروري دي۔ سيد يوسف رضا ګيلاني

مزید خبریں
لاهور 27 مارچ (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي چې پاکستان د نازك پړاٶ څخه تېرېږي، د معاشي چيلنجز مخه نيولو لپاره د قام يو موټې كېدل ضروري دي، ټولو سياسي ګوندونو له د پوائنټ سکورنګ نه ډډه كولو سره قامي مفادو ته پاملرنه پكار ده۔ دا خبره ده د جمعې په ورځ ايکسپو سينټر كښې 11م پاکستان فټ ويئر ميټيريل اينډ مشينري شو 2026 پرانستې دستوره كښې د خاص مېلمه په توګه د ګډون او ميډيا سره په خبرو كښې كړې۔ په دستوره كښې د پاکستان فټ ويئر مينوفيکچررز ايسوسي ايشن چيئرمېن راشد اسلام، منصور احسان کنوينر ، چيف آرګنائزر احمد فواد فاروق، د لاهور چيمبر آف کامرس اينډ انډسټريز صدر فهيم الرحمٰن سهګل پسمول د هېواد او غېر ملكي صنعتكارو٬ تجارتي ن تنظيمونو او د كاروباري وروررولۍ نمائندګانو په لويه شمېره ګډون كولو۔ د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني ووئيل چې پاکستان د نازك پړاٶ څخه تېرېږي، د معاشي چيلنجز مخه نيولو لپاره د قام يو موټې كېدل ضروري دي، ټولو سياسي ګوندونو له د پوائنټ سکورنګ نه ډډه كولو سره قامي مفادو ته ترجيح وركول پكار ده۔ ده ووئيل پاکستان فټ ویئر انډسټري په قامي معیشت كښې کلیدی حیثیت لري٬ د دې نوعيت نندارتونه نه يوازې ځائي صنعتكار نړيوال سپلائرز سره تړي بلكې جديد مشینری، میټیریلز او ټیکنالوجي تعارف سره سره نوې سرمايه كاري او برامدي موقعو ته وده وركوي۔ ده د پاکستانی کمپنو معیار، هنرمندي او د وظيفائي صلاحيتونو ستائنه كولو سره باور وركړو چې حكومت به د دې څانګې پرمختګ لپاره هر ډول ممكنه مرسته كوي۔ په دې موقع د پاکستان فټ ويئر مينوفيکچررز ايسوسي ايشن چيئرمېن راشد اسلام او نورو هم وېنا وكړه









