کوئټه۔ 25 مارچ (اے پی پی) د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخېل وئيلي دي وكيلان انصاف ٬ مساوات او خدمت خلق ته د پام لرنې ودې سره په ټولنه ژور اثرات مرتب كولې شي٬ د دوي ذمه واري ده چې د اولس د حقونو او فرائض احساس په ډاګه كړي او په ځوانانو كښې وطن سره د مينې جذبه راپېدا كړي۔ ګورنر ووئيل د خپلې پېشې په توګه د وكيلانو …
وكيلان انصاف٬ مساوات او د خدمت خلق ته پام لرنې كولو سره په ټولنه ژور اثرات مرتب كولې شي: د بلوچستان ګورنر

مزید خبریں
کوئټه۔ 25 مارچ (اے پی پی) د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخېل وئيلي دي وكيلان انصاف ٬ مساوات او خدمت خلق ته د پام لرنې ودې سره په ټولنه ژور اثرات مرتب كولې شي٬ د دوي ذمه واري ده چې د اولس د حقونو او فرائض احساس په ډاګه كړي او په ځوانانو كښې وطن سره د مينې جذبه راپېدا كړي۔ ګورنر ووئيل د خپلې پېشې په توګه د وكيلانو د كار دائره زياته پراخه وي۔ وكيلان زمونږ په ټولنه كښې بې وزله او بې وسه كسانو ته په وخت انصاف رسولو او د قانون او د خلقو ترمينځه د خليج ختمولو كښې مهم كردا ترسره كوي۔ دا ذمه واري په غوره ډول ترسره كولو سره وكيلان د انصاف ٬ مساوات او خدمت خلق پام لرنې ته د ودې وركولو سره په ټولنه ژور اثرات مرتب كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د بلوچستان هائي كورټ بار اېسوسي اېشن صدر اېډووکېټ عطاء اے لانګو په مشرۍ كښې د وكيلانو پلاوي سره خبرو كښې وكړه۔ ګورنر پلاوي ته د پېښو مسئلو په حل كولو كښې د حكومت لخوا د بشپړه مرستې باور وركړو۔ پلاوي ګورنر ته هائي كورټ بار اېسوسي اېشن ته د خطاب كولو بلنه وركړه۔










