پېښور ۔ 25 مارچ (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي ته د شورو په ورځ د امیګریشن اینډ پاسپورټ آفس خیبرپختونخوا د اړخه ګورنر هاوس كښې محکمانه بریفنګ وركړے شو۔ د ګورنر هاوس پیښور وياند تر مخه ګورنر ته زونل هیډ نارتھ شیخ اشفاق احمد او زونل هیډ ساؤتھ فیض الحسن د اړخه صوبه كښې د امیګریشن اینډ پاسپورټ دفترونو د مجموعي کارکردګۍ په اړه بریفنګ …
د خېبر پښتونخوا ګورنر ته د امیګریشن ایند پاسپورټ آفس لخوا په كاركردګۍ بریفنګ

مزید خبریں
پېښور ۔ 25 مارچ (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي ته د شورو په ورځ د امیګریشن اینډ پاسپورټ آفس خیبرپختونخوا د اړخه ګورنر هاوس كښې محکمانه بریفنګ وركړے شو۔ د ګورنر هاوس پیښور وياند تر مخه ګورنر ته زونل هیډ نارتھ شیخ اشفاق احمد او زونل هیډ ساؤتھ فیض الحسن د اړخه صوبه كښې د امیګریشن اینډ پاسپورټ دفترونو د مجموعي کارکردګۍ په اړه بریفنګ وركړو ۔ د بر یفنګ تر مخه صوبه كښې د پاسپورټ ایند امیګریشن آفس په دوو زونز شمالي او جنوبي كښې خدمات وړاندې كوي ،په خیبر پښتونخوا كښې د ډي آئي خان پشمول 5 ریجنل پاسپورټ دفترونه موجود دي ۔د بریفنګ تر مخه ډي آئي خان زون كښې 15 او پیښور زون کښې یه مختلف ضلعو كښې 24 پاسپورټ دفترونه خدمات تر سره كوي ،دغسې ګونر ته د ریجنل پاسپورټ آفس ډېره اسماعيل خان په آپ ګریډیشن هم بریفنګ وركړے شو ۔ ګورنر ته صوبه كښې اولس ته د پاسپورټ په مد كښې د وركرې كېدونكو آن لائین، ون ونډو آپریشن، لیګل فریم ورک بشول د پاسپورټ اجراء او فیس پشمول په ټولو پړاونو تفصیلي بریفنګ وركړے شو ۔ ګورنر خیبرپښتونخوا كښې د ریجنل پاسپورټ آفسز شمېرې زياتولو لپاره د داخله محكمې سره د خبرې كولو امر وكړو ۔ په دې موقع ګورنر فیصل کریم کنډي ووئېل خیبرپښتونخوا كښې د آبادۍ په تناسب سره اولس ته د لا اسانيو لپاره د ریجنل پاسپورټ آفسز شمېره زياتول ضروري ده ۔ګورنر د نوې ضلعې پھاړ پور ریجنل پاسپورټ آفس او تحصیل پھاړ پور كښې هم د پاسپورټ دفتر جوړولو لپاره معامله د داخله وزارت سره د پورته كولو امر وكړو ۔ګورنر خیبرپښتونخوا فیصل کریم کنډي ووئېل د خیبرپښتونخوا اولس په زياته شمېره په سمندر پورې هېوادونو كښې مېشته دي ، د صوبې په لاکھونو كسان د عمرہ او زیارتونو لپاره د سعودي عرب، عراق، ایران او سوريه سفر کوي دوي ته جديد او لا اسانۍ وركول ضروري دي۔










