پېښور 23 مارچ (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي ووئيل چې قرارداد پاکستان د نيمې وچې مسلمانانو له د خپل مذهبي، كلتوري او سماجي تشخص برقرار ساتلو اعلان ٶ۔ د يوم پاکستان مناسبت سره خپل پېغام كښې ګورنر ووئيل په ننني تاريخ كال 1940 كښې يو جلا پاكستان جوړولو لپاره عزم شوې٬ په نننۍ ورځ پوخ عزم او نېك مقصد لپاره د نيمې وچې مسلمانان يو …
قرارداد پاکستان د نيمې وچې مسلمانانو له د خپلې مذهبي، كلتوري او سماجي تشخص برقرار ساتلو اعلان ٶ۔فېصل كريم كنډي

مزید خبریں
پېښور 23 مارچ (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي ووئيل چې قرارداد پاکستان د نيمې وچې مسلمانانو له د خپل مذهبي، كلتوري او سماجي تشخص برقرار ساتلو اعلان ٶ۔ د يوم پاکستان مناسبت سره خپل پېغام كښې ګورنر ووئيل په ننني تاريخ كال 1940 كښې يو جلا پاكستان جوړولو لپاره عزم شوې٬ په نننۍ ورځ پوخ عزم او نېك مقصد لپاره د نيمې وچې مسلمانان يو موټې شول٬ د 23 مارچ د قرارداد په نتيجه كښې نن د نړۍ په نقشه يو خپلواكه او اتومي قوت لرونكې پاكستان موجود دے۔ فيصل کريم کنډي ووېيل د پاکستان تعمير و ترقۍ، د هېواد سلامتيا او معاشي پرمختګ لپاره د پاك پوځ كردار د نه هېرېدو دے٬ د دښمن ناپاك عزائم خاورې كولو لپاره د پاك پوځ قربانۍ لازوال دي۔ ګورنر د صوبې پشمول د ګرد هېواد په اولس زور راوړو راځۍ چې لوظ وكړو چې مونږ به پاکستان د نړۍ په عظيم ترين قامونو كښې شاملولو لپاره هر ډول ممكنه هڅې كوٶ٬ مونږ د پاكستاني په هېث يو عظيم قام يو څوك چې خپلواكۍ٬ پرمختګ او استحكام لپاره پرله پسې مخ په وړاندې روان دے٬ زمونږ د ټولو مقصد خوشحال پاکستان دے










