پېښور ۔ 20 مارچ (اے پی پی) د پېښور قصه خوانۍ بازار يو ګودام كښې په لګېدلي اور قابو موندلے شوے بياهم يو رېسكيو اهلكار د اور مړ كولو په مهال ژوبل شوے۔ د ډسټرکټ اېمرجنسی آفیسر پېښور افتخار خان له مخې كابلي پولیس اسټېشن ته نزدې د فرهاد بېګ ګودام كښې ناڅاپي اور ولګېد۔ د ابتدائي اطلاع له مخې اور د شارټ سركټ له امله لګېدلې و۔ په آپرېشن …
د پيښور قصه خوانۍ بازار يو ګودام كښې په لګيدلي اور قابو وموندلے شو : ريسكيو اهلكار ژوبل

مزید خبریں
پېښور ۔ 20 مارچ (اے پی پی) د پېښور قصه خوانۍ بازار يو ګودام كښې په لګېدلي اور قابو موندلے شوے بياهم يو رېسكيو اهلكار د اور مړ كولو په مهال ژوبل شوے۔ د ډسټرکټ اېمرجنسی آفیسر پېښور افتخار خان له مخې كابلي پولیس اسټېشن ته نزدې د فرهاد بېګ ګودام كښې ناڅاپي اور ولګېد۔ د ابتدائي اطلاع له مخې اور د شارټ سركټ له امله لګېدلې و۔ په آپرېشن كښې د ریسکیو 1122 لس فائر وهیکلز او 40 څخه زياتو رېسكيو اهلكارو او دوه اېمبولېسو برخه واخسته۔ په اور د قابو موندلو په مهال د رېسکیو 1122 ځوان اهلكار نعمان افضل ژوبل شو كوم چې په فوري طبي مرستې له روغتون ته منتقل كړے شو۔










