حب۔ 20 مارچ (اے پی پی) د پي پي ډي اېم اے بلوچستان وياند له مخې په لسبېله ضلع كښې تېره شیه د شوي زيات باران او راغلي طوفان دلاسه په بېلو تحصيلونو كښې د سېلابي صورتحال ٬ كورونو او انفراسټركچر ته د زيان رسېدو او د ځاني زيانونو پېښې رپورټ شوي دي۔ د ابتدائی اطلاعاتو له مخې يو شمېر سيمې ځپلې شوي دي او د زيانونو د بشپړې تخمينې …
سیلابی صورتحال ، د زيان تخمينې لګولو عمل روان دے : د پي ډي ايم اے وياند

مزید خبریں
حب۔ 20 مارچ (اے پی پی) د پي پي ډي اېم اے بلوچستان وياند له مخې په لسبېله ضلع كښې تېره شیه د شوي زيات باران او راغلي طوفان دلاسه په بېلو تحصيلونو كښې د سېلابي صورتحال ٬ كورونو او انفراسټركچر ته د زيان رسېدو او د ځاني زيانونو پېښې رپورټ شوي دي۔ د ابتدائی اطلاعاتو له مخې يو شمېر سيمې ځپلې شوي دي او د زيانونو د بشپړې تخمينې لګولو عمل روان دے۔ په اسماعیلانی ګوټھ كښې په آساډورا برساتي ناله كښې د اوبو كچې زياتېدو له امله نزدې 40 نه تر 50 كورونه د اوبو لاندې راغلل۔ د میونسپل کمېټۍ بېلا دفتر كښې د زيات طوفان د لاسه پاركنګ شيډ مات شو او يو شمېر ګاډونو ته زيان ورسېد۔ په تحصیل اُتھل كښې د 5 كورونو چھتونه پرېوتل۔ په موضع ډمبی كښې د دېوال پرېوتو پېښې له امله يو ماشومه مړه او بله ژوبل شوه۔ ضلعی انتظامیه او اړوندې ادارې د صورتحال جاج اخلي او په ځپليو سيمو كښې د مرستې هلې ځلې او د زيان بشپړه تخمينې عمل روان دے۔










