نيويارك 12 مارچ (اے پي پي) ملګرو ملتونو وئيلي دي چې د مېنځني ختيز جنګ د لكهونو شمېر كوچيانو ژوند له خطر جوړ شوے دے۔ د بي بي سي له مخې دا خبره د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې يونېسېف خپل يو بيان كښې كړې۔ يونيسيف ووئيل د فرورۍ په 28مه نېټه په ايران د امريكې او اسرائيل د بريد پېل څخه تر اوسه 1100 نه زيات ماشومان مړه او …
د مينځني ختيز جنګ د لكهونو شمير كوچيانو ژوند له خطر جوړ شوے دے: يونيسيف

مزید خبریں
نيويارك 12 مارچ (اے پي پي) ملګرو ملتونو وئيلي دي چې د مېنځني ختيز جنګ د لكهونو شمېر كوچيانو ژوند له خطر جوړ شوے دے۔ د بي بي سي له مخې دا خبره د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې يونېسېف خپل يو بيان كښې كړې۔ يونيسيف ووئيل د فرورۍ په 28مه نېټه په ايران د امريكې او اسرائيل د بريد پېل څخه تر اوسه 1100 نه زيات ماشومان مړه او ژوبل شوي دي چې پكښې په ايران كښې 200 ماشومان٬ په لبنان كښې 91 ماشومان ٬ په اسرائيل كښې 4 ماشومان او په كوېت كښې يو ماشوم مړ شوے دے۔ ادارې وئيلي چې د ماشومانو د وژلو٬ معذوره كولو او د دوي سهولتونه له مينځه وړ هېڅ جواز نه لري۔ په بيان كښې د ملګرو ملتونو سېکرټري جنرل انتونيو ګوتريش څخه اپېل شوے دے چې هغه دې جنګ ختمولو او سفارتي مذاكرات پېل كولو لپاره خپل كردار ولوبوي








