اسلام آباد 17 نومبر (اے پي پي):نيشنل يونيورسټي آف سائنسز اينډ ټيکنالوجي (نسټ) او د آذربائيجان ټيکنيکل يونيورسټۍ ترمېنځه تعليمي و تحقيقي مرستې ته لا پراختيا وركولو له صلاح يوه شوې ده چې له مخې به ئې د زده كوٶنكو او استاذانو تبادلې، د وظائف موقعې او د مشترکه تحقيقي هلو ځلو ودې پلو پام كولې شي۔ د نسټ لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې په دې لړ كښې …
د نسټ او آذربائيجان ټيکنيکل پوهنتونونو ترمېنځه تعليمي و تحقيقي مرسته لا پراخه كولو ته اتفاق

مزید خبریں
اسلام آباد 17 نومبر (اے پي پي):نيشنل يونيورسټي آف سائنسز اينډ ټيکنالوجي (نسټ) او د آذربائيجان ټيکنيکل يونيورسټۍ ترمېنځه تعليمي و تحقيقي مرستې ته لا پراختيا وركولو له صلاح يوه شوې ده چې له مخې به ئې د زده كوٶنكو او استاذانو تبادلې، د وظائف موقعې او د مشترکه تحقيقي هلو ځلو ودې پلو پام كولې شي۔ د نسټ لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې په دې لړ كښې د آذربائيجان ټيکنيکل يونيورسټي يو پلاوي د نسټ دوره وكړه او د نسټ پرو ريکټر اکيډمکس ډاکټر عثمان حسن په مشرۍ كښې غونډه كښې يې د دواړو پوهنتونونو ترمېنځه د مرستې په بېلو اړخونو د خيالاتو څرګندونه وكړه ٬ په دې موقع د وظائف موقعې، د زده كوونكو او استاذانو په تبادلو ٬ مشتركه تحقيقي خپرونو او په نورو تعليمي هلو ځلو غور وكړے شو ۔










