د وسلې د زغل لاره نيولو ته اړتيا ده٬ جنګ نه د امن نطام كښې بايد سرمايه كاري وكړې شي: انتونيو ګوتريش

ملګري ملتونه 06 مارچ (اے پي پي) د ملګرو ملتونو سېکرټري جنرل انتونيو ګوترېش په نړيوالو مشرانو زور راوړې دې چې ھغوي دې د وسلې د زغل لاره ونيسي او د جنګي وسلو په ځاې دې د امن په نطام كښې سرمايه كاري وكړي۔ د چين خبررسنې ادارې شنهوا له مخې د تخفيف وسله او اتومي عدم خپرونې په اړه د خبرتيا نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې ده …

ملګري ملتونه 06 مارچ (اے پي پي) د ملګرو ملتونو سېکرټري جنرل انتونيو ګوترېش په نړيوالو مشرانو زور راوړې دې چې ھغوي دې د وسلې د زغل لاره ونيسي او د جنګي وسلو په ځاې دې د امن په نطام كښې سرمايه كاري وكړي۔ د چين خبررسنې ادارې شنهوا له مخې د تخفيف وسله او اتومي عدم خپرونې په اړه د خبرتيا نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې ده خبردارې وركړو چې نړۍ كښې د امن خوب سخت خطرو سره مخ دے٬ په موجوده وضعه كښې د اتومي وسلو د استعمال خطر د تېرو څو لسيزو لوړې كچې ته رسېدلې دے۔ انتونيو ګوتريش ووئيل د نړيوال تاٶ تريخوالي په سبب په دفاعي خرڅونو كښې غېر معمولي اضافه روانه ده او هر ډول وسلې خپرېدل هم په زياتېدو دي٬ د دې نه علاوه نوې او رامخې ته كېدونكې ټيکنالوجيز جنګونه لا خونړي كوي۔ ده نړيوالې وررورولۍ څخه اپيل وكړو چې تاٶ تريخوالې دې كم كړې شي او نړۍ له تباهۍ راستنولو لپاره دې عملي اقدامات وكړې شي۔

مزید خبریں