په لبنان كښې د اسرائيل فضائي بريدونو كښې 8 كسان شهيدان٬ ګڼ شمېر ژوبل

بيروت 05 مارچ (اے پي پي)د لبنان سوئېلي او مينځني ختيزو سيمو كښې د اسرائيل ګڼ شمېر فضائي بريدونو كښې 8 كسان شهيدان او ګڼ شمېر ژوبل شوې دي۔شنهوا له مخې د لبنان سركاري خبري اژانس نېشنل نيوز ايجنسۍ(اين اين اے) په دې اړه وئېلي دي د زيارت په ورځ سهار سوئېلي لبنان ميونسپيلټي القليله سره نزدې په يو ګاډي د اسرائيل ډرون بريد كښې 3 كسان شهيدان٬ختيز لبنان كښې …

بيروت 05 مارچ (اے پي پي)د لبنان سوئېلي او مينځني ختيزو سيمو كښې د اسرائيل ګڼ شمېر فضائي بريدونو كښې 8 كسان شهيدان او ګڼ شمېر ژوبل شوې دي۔شنهوا له مخې د لبنان سركاري خبري اژانس نېشنل نيوز ايجنسۍ(اين اين اے) په دې اړه وئېلي دي د زيارت په ورځ سهار سوئېلي لبنان ميونسپيلټي القليله سره نزدې په يو ګاډي د اسرائيل ډرون بريد كښې 3 كسان شهيدان٬ختيز لبنان كښې په زخلته سړك يو بل ډرون بريد كښې 2 كسان شهيدان شوي۔سوئېلي لبنان سيمو زوطر او كفرتبنيت كښې درې فضائي بريدونو كښې درې كسان شهيدان او ګڼ شمېر ژوبل شوي۔د لبنان پوځ سكيورټي ذريعو وئېلي دي چې اسرائيلي جنګي الوتكو او ډرونز سهار وختي د ختيز او سوئېلي لبنان نه علاوه د پايه تخت بيروت سوئېلي سيمو كښې ټول 76 فضائي بريدونه كړي او سرحدي سيمو كښې 19 توپ خانو بريدونه هم ريكارډ كړې شوي

مزید خبریں