تهران 05 مارچ (اے پي پي) د ايران وېنا ده چې مونږ په منطقه كښې يوازې امريكائي پوځي هدفونه په نښه كوو۔ د العربيه اردو له مخې دا خبره د ايران د خارجه وزارت وياند اسماعيل بقائي تېره ورځ العربيه سره خپله مركه كښې وكړه۔ ده وويل مونږ يوازې خپله دفاع په ګاونډي هېوادونو يرغل نه كوٶ۔ ده ووئيل چې ايران ھغه ځايونه په نښه كوي كومو څخه چې په …
په منطقه كښې يوازې امريكائي پوځي هدفونه په نښه كوو۔ ايران

مزید خبریں
تهران 05 مارچ (اے پي پي) د ايران وېنا ده چې مونږ په منطقه كښې يوازې امريكائي پوځي هدفونه په نښه كوو۔ د العربيه اردو له مخې دا خبره د ايران د خارجه وزارت وياند اسماعيل بقائي تېره ورځ العربيه سره خپله مركه كښې وكړه۔ ده وويل مونږ يوازې خپله دفاع په ګاونډي هېوادونو يرغل نه كوٶ۔ ده ووئيل چې ايران ھغه ځايونه په نښه كوي كومو څخه چې په ايران بريدونه كېږي۔ اسماعيل بقائي زياته كړه چې مونږ د منطقې ټولو هېوادونو ته د دوستۍ لاس وړاندې كوٶ۔ ده ووئيل ايران د امريكې او اسرائيل لخوا غېر قانوني بريدونو سره مخ دے٬ دا جنګ په مونږ مسلط كړے شوے ٬ مونږ نه دې پېل كړے٬ مونږ په منطقه كښې د ټولو سلامتيا كښې خوښي لرو۔ وياند اسماعيل بقائي په ډاګه كړه چې د ايران ټولې ادارې د قانون له مخې كار كوي٬ كورنۍ معاملې په ښه ډول روانې دي۔ امريكې سره د مذاكراتو په اړه ده وويل چې د جنګ نه وړاندې خبرې اترې په ښه ډول روانې وې خو امريكې دا ناكامه كړې٬ امريکې سره د مذاکراتو د امكان په اړه د يوې پوښتنې په ځواب وياند اسماعيل بقائي ووئيل اوس مونږ خپل پام خپلې دفاع پلو ګرځولے دے








